• د ایران لپاره د اقدام ډلې جوړول د تهران خلاف د واشنګټن نفسیاتي جنګ دی

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر د ایران په چارو د غور لپاره د امریکې په خارجه وزارت کښې د اقدام د ډلې جوړول د امریکې د نیمګړتیاؤ د ختمولو او د اروائي او نفسیاتي جنګ په چوکاټ کښې وبلل.

«حشمت‌الله فلاحت‌پیشه» پرون د اسلامي شورا خبري آژانس ته په مرکه کښې، د ایران په مسائلو د غور لپاره د امریکې د بهرنیو چارو په وزارت کښې د اقدام ډلې جوړیدو ته په غبرګون کښې وویل: امریکایان په دا ډول دریځنیونو سره هڅه کوي چې په امریکا کښې د ایران دوسیه ځانګړې وښايي او ووایي چې امریکا ایران ته ځانګړې کتنه لري او د ایران ټولې چارې او بندیزونه څاري.

هغه په دې خبرې سره چې دا شان اقدامات یو ډلو نفسیاتي جنګ دی، زیاته کړه: د امریکې خارجه وزیر په دې برخه کښې مهارت نه لري بلکې یو اطلاعاتي کس دی او د ایران په مسائلو د غور لپاره د امریکې په خارجه وزارت کښې د کاري ډلې جوړول یې د نفسیاتي جنګ له اړخه مطرح کړي دي.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر څرګنده کړه: امریکایان د ایران د بایکاټولو لپاره د عمومي ډیپلماسۍ فضا، په نړیوال ډګر کښې جدي ملګرو او لوړ اقتصادي توان ته ضرورت لري چې په دې درې واړو مواردو کښې، له ایټمي موافقې د مخکښې په پرتله لاکمزوری دریځ لري.

د ویلو ده چې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپئو وړمه ورځ وویل چې دغې وزارتخانې د ایران په وړاندې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سیاستونو د غږملولو او اجرا لپاره یوه کاري ډله جوړه کړې ده.

 

ټیګونه

Aug 18, 2018 05:43 Asia/Kabul
کمنټونه