• امریکایان باید د سیمې په حقیقتونو ځان پوه کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر وویل: امریکایان باید د سیمې حقیقتونه او په ایران باندې په دباؤ کښې د خپلو تیرو غلطو سیاستونو نتیجه درک کړي.

محمد جواد ظریف پرون د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست په کمیشن کښې له حاضریدو وروسته خبریالانو ته وویل: امریکایان د خپلو ټولو وسائلو او امکاناتو په کارولو سره هڅه کوي چې په نړۍ کښې خپله انزوا جبیره کړي او د دې کار لپاره یې د ایران په ولس د دباؤ اچولو لاره غوره کړې او د نفسیاتي جنګ په اوزار سره یې له ایران سره مقابله پيل کړې ده.

د ایران خارجه وزیر څرګنده کړه: له برجامه د امریکې یواړخیزه وتنه د واشنګټن د لازیاتې ځانله پاتې کیدنې سبب شوې او نن سبا له صهیونیسټي رژيم او ځینو پيئلو هیوادونو پرته امریکا په خپلو ایراني ضده سیاستونو کښې هیڅ ملګری نه لري.

ظریف همداشان د ایټمي موافقې له اروپايي لورو سره په دې لړ کښې خبرواترو ته په اشارې سره وویل: اروپایان د خپلو ګټو د تامینولو لپاره له لګښت پرته هیڅ چاره نه لري او که فیصله کول وغواړي نو وخت یې محدود دی او نور نو د وخت په تمه نه شي کښېناستی.

د ویلو ده چې اروپايي هیوادونو د روان کال د مۍ میاشتې په اتمه نیټه له ایټمي موافقې د امریکې له یواړخیزې او غیرقانوني وتنې وروسته د دغې نړیوالې موافقې د ساتنې غوښتونکي شول او له ایرانه یې وغوښتل چې د امریکې د وتلو باوجود، په دغې موافقې پابند ووسي.

 

ټیګونه

Aug 21, 2018 07:42 Asia/Kabul
کمنټونه