• د ماډرن جنګی الوتکې په الوت سره د ایران د ځای اقتدار ننداره(یوبشپړ ریډیوئي تحلیل)

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون د :کوثر: نومې په سلو کې سل ځای ایرانۍ ماډرن جنګی الوتکې دمخکتنې په دستورو کې روښانه کړې ، که د هیواد پوځی او دفاعی توان دفاعی نه وی ، نو د ا پخپله هغه هیواد ته د تمه دارو سترګو داوړیدو لپاره نورو ته دشنې اشارې ښودل دی ، دفاعی قدرت ،یعنی دا چې دښمن پخپلو محاسباتو کې دخپلو احتمالی تیریو لپاره د ا یران دفاعی قدرت اوتوان ډیر لګښتی ووینی .

دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر روښانه کړې ، دایران دفاعی چمتووالی  دجنګ غوښتنې په معنا  نه دی ، بلکې    د تل پاتې سولې معنا لری، تاریخ مونږ ته رازده کړې  چې  که قدرتمند اوتل پاتې نه شو ، نو مونږ به تباه کړی .

  داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون  د :کوثر: نومې   په سلو کې سل  ځای ایرانۍ  ماډرن جنګی الوتکې  دمخکتنې په دستورو کې  روښانه کړې ،  که  د  هیواد پوځی او دفاعی توان  دفاعی  نه وی ، نو د ا پخپله   هغه هیواد ته د تمه دارو سترګو داوړیدو  لپاره  نورو ته دشنې اشارې  ښودل  دی ، دفاعی قدرت ،یعنی  دا چې دښمن  پخپلو محاسباتو کې  دخپلو احتمالی  تیریو لپاره د ا یران دفاعی قدرت اوتوان ډیر لګښتی ووینی .

 دایران اسلامی جمهوریت  په دې واسطې سره چې  دخپل اقتدار مولِفه  ئې له کوم هیواد سره اړونده تعریف کړې  نه ده ،  اوس  د اسلامی انقلاب  په څلویښت کلنی عمر کې ، په بیلابیلو  ډګرونو کې  د خپلې غوړیدا او ځلیدا  دوران لا زیات   زده کوی او تجروبه کوی  ئې .دفاعی قدرت  یا په بله معنا، دفاعی صنعت  ددفاعی اقتدار  په  اساس  دی  او دا مهم اوس   دایران ددفاعی سیاستونو په  لومړیتوب کې دی .  

 هر هیواد  دخپل دفاعی قدرت   لګښت  هرڅومره  کم کړی ،یعنی  له ځانه په دفاع کې  په چا تکیه ونه کړی ،نو په هماغه اندازه  د هر ډول ګواښ  په وړاندې  خوندی دی ، کله یو هیواد  خپل دفاعی قدرت ، د داخلی  مولفو  په اساس تعریف کړی ، نو په دغه شان شرائطو کې  دښمن   د محاسباتو  په لومړنی ګام کې  د هرکار د ترسره کولو لپاره د مقابل هیواد دفاعی توان ارزوی او پرې څیړنې کوی . هر هغه څه چې  دیوه هیواد  پوځی او  دفاعی قدرت ،  ځای  او  د بهرنیو لوبغاړو له  هوډ اوارادې لیرې وی ،  نو د   هرډول پوځی حملې  لګښت به  کم نه وی .

 دایران داسلامی جمهوریت دفاعی  قدرت   ددې په سبب چې  د داخلی توان په اساس پلان شوی،له دښمنانو ئې د هرډول آسانې  کم لګښتی جنګ غوښتنې هرډول فرصت اخستی دی .په دغه شان شرائطو کې  هغوامریکایانو ته  دایران قدرت او توانمنی  چې تل ایران په جنګ ګواښی ،، ورښودلې ده ، چې که  وغواړی  په ایران حمله وکړی ،  نو باید ډیرې درندې بیّې ورکړی .

             په همدې چوکاټ کې  دایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت  ا... العظمی سید علی خامنه ای  دتیرې اونۍ په دوشنبې ورځې  دزرګونو خلکو په ولولناک ټول کې  دامریکایانو  د وروستی چلند  په تحلیل سره  ټینګار کړی ،  هیڅکله به جنګ ونه شی ،ځکه چې مونږ به د تیر وخت په څیر هیڅکله هم دجنګ پیلونکی نه وو ، او امریکایان هم حمله نه پیلوی . ځکه ښه پوهیږی ، چې  په سلو کې سل به ئې  په  په ضرر تمام شی . په دې خاطر چې  دایران اسلامی جمهوریت او ملت   ثابته کړې ده ، چې  هر  ډول تیری کونکی ته به غاښ ماتونکی  ګوزار ورکړی .

 دقدرت دغه ننداره ،  پر حقیقت ولاړه ده  او  د اړوندوالی  داسې هیڅ نښه  نښانه هم نه لری ،  چې  دایران  پوځی رازونه  د دښمنانو په اختیار کې ورکړی  او  د  بلاغوښتنې په وخت  ئې په آسانۍ سره  ټارګټ کړی .د:کوثر:په نامه  هغه جنګی الوتکه چې  پرون د سه شنبې په ورځې  ئې لومړنی الوت  کړی ،  په دفاعی قدرت او اقتدار کې  دخپلواکۍ نندارې ټه وړاندې کول دی .  دکوثر نومې  ماډرن  جنګی الوتکه  په سلو کې سل  ایرانۍ اوځای  ده ، چې   دایران دفاعی قدرت نوره هم زیاتوی ، ځکه   په دغه بریالیتوب کې بهرنیو سلاکارانو هیڅ رول نه دی درلودلی  او همدغې مهمې موضوع،  دایران دفاعی لګښت ډیر کم کړی دی . دکوثر  جنګی الوتکې  بریالی الوت،  دایرا دهوائی ځواک د اقتدار اوقدرت  نندارې ته د وړاندې کولو  اوج دی   او ښودلې ئې ده ، چې  ایران  په تر ټولو مشکلو او سټراټژیکو د فاعی ضرورتونو کې   د چا پورې اړونده نه  دی .  نن سبا د یران  د دفاعی اړتیاؤ  په تامینیدا کې  بهرنی  انجینئرینګ  خپل  ځای ، د  کوثر  جنګی الوتکې په څیر  د ځای محصولاتو  پلانونې او جوړونې ته پریښودلی دی .

 دایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر  سردار تورن جنرال  امیر حاتمی دسه شنبې په ورځ  ددفاعی صنعت   د ملی ورځې په دغو  دستورو کې  ټینګار کړی ،  دفاعی صنعت، د ایران داسلامی جمهوریت  د وسلوال پوځ سټراټژیک پلان، د ملی  خپلواکۍ او عزت دساتنې  ضامن او دایران د ملت په ځان دباورۍ  سمبول دی .

 

ټیګونه

Aug 22, 2018 12:40 Asia/Kabul
کمنټونه