• له ایران سره په احتمالی جنګ کې به امریکا اودهغې متحدان درنده بیّه ورکړی

په تهران کې د قربانۍ دنیکمرغه اختر د لمانځه خطیب په دې خبرې سره چې د ایران ملت په تیرو څلویښتو کلونو کې دښمنان تل نهیلی کړی دی ، روښانه کړې، په اوسنیو شرائطو کې د دښمن سټراټژی ، دمسلمانانو ترمینځ اختلافات او درز رامینځةکول دی او دهغوی په سټراټژۍ کې حقیقی مسلمانان په ډیر بوږنونکی ډول وژل کیږی .

زمونږخبریال راپورراکړ  په تهران کې د لوی اختر دلمانځه خطیب آیت ا...  احمد خاتمی    پخطبو کې  ووئیل  امریکا پوهیږی ،له ایران سره به د ا حتمالی جنګ په بڼه کې  یوازې دغه هیوادلګښت  نه بلکې د  خپل متحد صهونیستی رژیة  لګښتونه به  هم ورکړی .

 آیت ا... خاتمی    له ایران سره د امریکا داحتمالی جنګ لګښتونه  ډیر زیات وبلل او ټینګار ئې وکړ، هیڅکله به جنګ ونه شی  او امریکا   دې پوهه شی ، که   دایران ملت ته ډیر کم تاوان  ورسو ی،  دایران  ملت به خوار او ذلیل کړی .

په تهران کې د قربانۍ دنیکمرغه اختر د لمانځه خطیب په دې خبرې سره چې  د ایران ملت  په تیرو څلویښتو کلونو کې  دښمنان  تل  نهیلی کړی دی ، روښانه کړې، په اوسنیو شرائطو کې  د دښمن سټراټژی ،  دمسلمانانو ترمینځ  اختلافات او درز رامینځةکول دی  او  دهغوی په سټراټژۍ کې  حقیقی مسلمانان  په ډیر بوږنونکی ډول  وژل کیږی .

 آیت ا... احمد خاتمی   له  امریکا سره د خبرواترو نه کولو په باب  داسلامی انقلاب دمعظم لارښود  څرګندونو ته په اشارې سره  ووئیل،امریکایان   د اسلامی انقلاب  له هماغه پیل راهسې تر دې دمه  له ایرانیو مسئولانو سره  په خبرواترو پسې دی  ، خو تل  له ناکامۍ سره مخ شوی  او له ایران  سره دخبرواترو  خوب  به له ځان سره ګور ته یووسی .  هغه روښانه کړې ، امریکا په خبرواترو پسې نه ده ، بلکې  په خبرواترو کې په دیکتاتورۍ پسې ده  او دوی غواړی  د دغو خبرواترو په پلمه   دایران دتوغندوی قدرت  دپراختیا اود سیمه ایز نفوذ مخه ونیسی ، خو دښمنان دې پوه شی ،  دایران اسلامی جمهوری نظام به  د هرډول دیکتاتورۍ په وړاندې کلک ودریږی  او هیڅکله به هم  سرزوریو ته تسلیم نشی .

 

ټیګونه

Aug 22, 2018 13:51 Asia/Kabul
کمنټونه