• د ایران پهلوان د وزن د اوچتولونړیوال ریکارډمات کړ

دایران سپورټی کاروان تر دې دمه د دیارلسو د سرو زرو ،یولسو د سپینو زرو او د اتو د زیّړو میډالونو په ګټلو سره د آسیائی لوبو د میډالونو دګټلو په لیسټ کې په څلورم نمبر دی .

  زمونږخبریال راپورارکړ   د انډونیشیا  د ۲۰۱۸کال دآسیائی لوبو   په دوام کې د  څلورنوی کلوګرامه  وزن اوچتونکی  ایرانی پهلوان سهراب مرادی  د نړۍ  په یو ځل د وزن اوچتونې دحرکت د نړیوال ریکارډ  په ماتولو سره  دسرو زرو میډال  په ګټلو سره  نړیوال اتل شو .

  د دغو لوبو په دوام  کې سهراب مرادی  نن  د یو سل اته نوی کلوګرام  وزن په اوچتولو سره  د نړۍ د څلورنوی کلوګرام د یو ځل  حرکت ریکارډ  له نولسو کلونو وروسته مات کړ.  دغه  ریکارډ له دې مخکې د یوسل اته اتیا کلوګرام وزن سره د   آتن  د ۱۹۹۹کال په نړیوالو سیالیو کې دیونان له یوه وزن اوچتونکی  سره  ؤ .

 سهراب مرادی   همداراز  په  دوه ځله  حرکت کې  هم د دوه سوه یو یشت کلوګرام  وزن په اوچتولو سره  په ټول کې  څلور سوه لس کلوګرامه  وزن  په اوچتولو سره  هم دسرو زرومیډال وګاټۀ.

راپورښئ په همداوروستیو کې همداراز دایران د کراټې  یو لوبغاړی هم خپلو سیالانو ته په ماته ورکولو سره  د سروزرو بل میډال هم ګټلی چې د ایران   د سپورټی کاروان  د دغو میډالونو په ګټلو سره  د انډونشیا  دلوبو  د سرو زرو څوارلسم  میډال  ترلاسه کړ .

 دایران  سپورټی کاروان  تر دې دمه  د  څوارلسودسروزرو  ،یولسو د سپینو زرو  او  د اتو د زیّړو  میډالونو په ګټلو سره  د آسیائی لوبو د میډالونو دګټلو  په لیسټ کې په څلورم نمبر دی .

 د  انډونیشیا د ۲۰۱۸کال آسیائی لوبې  د اګست په اتلسمه   د دغه هیواد په جکارته او پالمبانګ دوو ښارونو کې پیل شوی او د ستمبر تر دوهمې نیټې پورې به دوام وکړی .  

 

ټیګونه

Aug 25, 2018 15:06 Asia/Kabul
کمنټونه