• ظريف: ايران هم هغه شان د اروپا عملي اقداماتو ته سترګې په لار دے

د ايران خارجه وزير وويل: ايران ته د اروپا لخوا بيله کړې شوې اتلس ميلين يوروئي بودجه د برجام د حمايتي پېکېج په لړ کښې نه ده او د ايران اسلامي جمهوريت هم هغه شان د اروپا عملي اقدامات ته سترګې په لار دے.

د اروپائي اتحاديې کمېشن د اګست په ۲۳ نېټه په ايران کښې د پراختيائي پروژو د اجرا لپاره اتلس ميليون يورو بيلې کړې.

محمد جواد ظريف پرون د خبريالانو په ټول کښې د روان ميلادي کال د مۍ په اتمه نېټه له برجامه د امريکې له يو اړخيزه او غير قانوني وتلو وروسته د اروپائي اتحاديې د اقداماتو په اړه وضاحت وکړ: اروپائي اتحاديه پکار دي د برجام د ساتنې لپاره د ايران د تېلو د خرڅون او د بېنکې لارو چارو د ساتنې په شمول څو اقدامات ترسره کړي.

ظريف د ايران لپار د اروپا اتحاديې د اتلس ميلين يوروئي پېکج ته په اشارط سره زياته کړه د دغه پېکج مقصد په مختلفو زمينو کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو پراختيا ده.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير همدارنګ د دې په بيانولو سره چې ولسي اډاڼه په سيمه کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د اقتدار سبب ده واضحه کړه تېره ميلادي کال سعودي او اماراتو په ترتيب سره د ۶۷ او ۲۲ ميليارډ ډالرو وسلې واخېستې خو د ولسي ملاتړ نه لرل د دې سبب شول چې هغوي هيڅ قوت ونه لري.

 

Aug 26, 2018 04:44 Asia/Kabul
کمنټونه