• امریکایانو خپل ټول پام نفسیاتي جنګ ته اړولی دی

د ایران خارجه وزیر وویل: امریکایان ترټولو زیات تمرکز پر رواني او نفسیاتي جنګ لري او هڅه کوي چې پر ایرانیانو او د ایران د اسلامي جمهوریت پر انډیوالانو نفسیاتي دباؤ زیات کړي.

محمد جواد ظریف نن په یو ټیلیویژني پروګرام کښې په دې خبرې سره چې نني حالات له ایټمي موافقې د امریکې وتنې او هغې اروايي فضا ته په پام سره چې رامینځته شوې ده، ډیر بدل شوي دي، څرګنده کړه: هیڅ څو اړخیزه موافقه هغه هرڅه نه وي چې د موافقې د لورو په نظر کښې وي، لکه څنګه چې امریکایان وايي برجام د تاریخ ترټولو بده موافقه ده او د دوي ټولې ګټې یې نه دي برابر کړی شوې.

ښاغلي ظریف په دې خبرې سره چې ایران د سیمې له نورو هیوادونو سره توپیر لري، زیاته کړه: د سیمې هیوادونه د وسلو په اخیستلو سره د خپل امنیت تامینولو په لټه کښې دي حال دا چې د ایران اسلامي جمهوریت خپل امنیت، پرمختګ او پراختیا په خلکو پورې پیئلې ګڼي او همدا وجه ده چې په تیرو څلویښتو کالو کښې پر دې هیواد هر ډول دباؤ اچول شوی خو دې خلکو یې په وړاندې مقاومت کړی دی.

د ایران خارجه وزیر زیاته کړه: نړیوال حقیقت دا دی چې امریکا، عربستان او اسرائیل د ټولو قوانینو خلاف ورزي کوي او دا د دباؤ د لارې په معنا ده چې د امریکې په شان یو هیواد د کاناډا په شمول چې له ایران سره هیڅ اړیکه نه لري، د خپلو ډیرو نزدیو انډیوالانو په وړاندې ودریدلی دی.

محمد جواد ظریف ټینګار وکړ: له کله نه چې ډونلډ ټرمپ له ایټمي موافقې وتلی، امریکایان د خپلې خوښې اهدافو ته نه دي رسیدلي او د خبرواترو د بیابیا غوښتنې او د ایران د اقدام د ډلې د جوړولو په شمول یې ځینو اقداماتو ته مخه کړې ده.

 

 

Aug 26, 2018 11:03 Asia/Kabul
کمنټونه