• ایران او عربستان په خبرواترو سره خپل اختلافات هوارولی شي

د ایراني حاجیانو سرپرست او د ولي فقیه استازي وویل: ایران او عربستان د سیمې د دوو سترو هیوادونو په توګه خپل مسائل په خبرواترو سره هوارلی او اختلافات بیخي کمولی شي.

د حج او زیاراتو په چارو کښې د ولي فقیه استازي او د ایراني حاجیانو سرپرست په دې خبرې سره چې د حج ډیپلماسي د تهران او ریاض ترمینځ د سیاسي حالاتو په ښه کیدو کښې مرسته کولی شي، وویل: ایران او عربستان د سیمې د دوو سترو هیوادونو په توګه خپل مسائل په خبرواترو سره هوارلی او اختلافات بیخي کمولی شي.

د ایرنا د رپورټ له مخې حجت الاسلام والمسلمین سید علی قاضی عسکر پرون په مکه مکرمه کښې خبریالانو ته وویل: ایران او عربستان لکه څنګه چې د حج په موضوع کښې په خبرواترو او تعامل سره خپل پروګرامونه په ښه ډول ترسره کړل، که د سیاسي حالاتو د ښه والي لپاره هم همدغه شان عمل وکړي نو ګټه ور به وي.

د ایراني حاجیانو سرپرست د سږ کال د حج په شپو ورځو کښې له سعودي چارواکو سره خپلو غونډو او ملاقاتونو ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه چې په ښه توګه د سږني حج ترسره کیدل د ایران او عربستان د اړیکو د ښه والي سریزه شي او دواړه لوري د اوږدمهاله اړیکو لپاره په خپلو کښې خبرواترو ته کښیني.

قاضي عسکر د دې پوښتنې په مطرح کولو سره چې آیا په حج کښې د فلسطین د مسئلې لپاره کومه چاره نه دي لټول پکار؟ زیاته کړه: امریکا غواړي چې د مسلمانانو عزت او ویاړ واخلي او ملګري ملتونه هم د سترو قدرتونو په لاس پوڅي سازمان بدل شوی دی.

 

ټیګونه

Aug 27, 2018 05:41 Asia/Kabul
کمنټونه