• په رسندوئِ جنګ کې ددښمن موخه د ولس بدبینه اونهیلی کول دی

داسلامی انقلاب معظم لارښود په دې په ټینګار سره چې سره د ټولو مشکلاتو او بدغواړو له پروپیګنډیزو فضاګانو سره سره،اسلامی انقلاب او هیواد دپرمختګ په حال کې دی زیاته کړې ، د اربعیّن په لاریون، په اعتکاف، دپوهنتونونو په جمې لمانځونو او د روژې دمبارکې میاشتې په پروګرامونو کې دځوانانو پراخ شتون ، په معنوی زمینو کې دپرمختګ ښودنه کوی .

 دایران داسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه  ای د رهبرۍ د خبرګانو شورا له مشر او استازو سره په کتنې کې پخپلې وینان کې  د شخصیتونو اوخلکو خورا مهمه دنده په اوسنیو سختو شرائطو کې  له حکومتی ادارو سره د خلکو دانسجام  دساتنې او ژورتیا  لپاره  حرکت او  او دبندون د احساس  او ناامیدۍ   او نهیلیتوب  دفضا له رامینځةکولو ډډه کول دي . 

 داسلامی انقلاب معظم لارښود   همداراز روښانه کړې ، دایران دملت بدغواړو  له اقتصادي جنګ سره سم ، رسندوئي شورماشور  او پروپيګنډې  هم پخپلو ایجنډاؤ کې  راوستي دي ، پر دې اساس نیوکې باید  خیرغواړي او  داصلاح  په موخې سره وي .

  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  دملی انسجام او وحدت پر ساتنې او دعمومی افکارو  په بڼه نیونې په ټينګار سره  فرمائيلي دي ،  نن سبا  اسلامی نظام  له داسې اړخیزو اقتصادي  یرغلونو سره  مخامخ دی ، چې  د جنګ  له یوې کوټې  او په په بشپړ دقت او اهتمام سره ئې لاښونه کیږي ، خو  د دغه جنګ ترڅنګ  یو بل مهم جنګ یعني د  رسنئ جنګ  او پروپيګنډې  هم  روانې دي ، چې  زیاتره وختونو ورځیني  غفلت کیږي .

 دوي همداراز په دې په ټينګار سره  دغه رسندوئي  جنګ  له مخکې هم شته ؤ  ، خو  اوس   ډير زیات شوی دی ، ووئيل ،   دهغو اطلاعاتو په اساس  چې  په اختیار کې ئې لرو ،  دامریکا او صهونیست رژيم   جاسوسي ادارې  د ایران د شاوخوا  سیمې  دځينو  قارونیانو یا پاچایانو  په مالی ملاتړونو سره  د دغه رسانئي جنګ  لپاره یو لړ تشکیلات   جوړ کړی دي  او په جدي توګه  په پلانونې او د  ټولنې  دفکري اوتبلیغاتي  فضا دککړولو لپاره  په هڅې لګیا دي .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود په دې په ټينګار سره چې سره د ټولو مشکلاتو او بدغواړو  له پروپيګنډیزو  فضاګانو  سره سره،اسلامی انقلاب او هیواد  دپرمختګ په حال کې دی  زیاته کړې ،   د اربعیّن   په لاریون، په اعتکاف،  دپوهنتونونو په جمې لمانځونو  او د روژې دمبارکې میاشتې په  پروګرامونو  کې  دځوانانو پراخ شتون ، په معنوي زمینو کې  دپرمختګ ښودنه کوي .

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دوام کې  د هیواد  په اوسنیو شرائطو کې یو مهم ټکي ته یعني   د هیواد  دمدیریّتي   اورګانونو او ولس  انسجام ته  اشاره وکړه او وې فرمائيل ؛  د باؤر جوړونې  او  جلبونې  خورا مهمه برخه ،  دبیلابیلو اورګانونو اوادارو  په اقداماتو کې غوټه خوړلې ده او البته ټریبیون  لرونکي هم باید  له دغه کار سره مرسته وکړي .

 

 

Sep 06, 2018 15:21 Asia/Kabul
کمنټونه