• د سوریې پيښو او پکښې د امریکې ماتې وښودله چې امریکا د کنټرولیدو وړ ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر بیګا د روسیې د ولسمشر په کتنه کښې څرګنده کړه چې د سوریې په لړ کښې د ایران او روسیې ملګرتیا د دوه اړخیزې ملګرتیا یوه مهمه بیلګه او ډیره ښه تجربه ده.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران او روسیې دوه اړخیزې ملګرتیاوې په نړیوالو چارو کښې هم پراختیا موندلی شي، زیاته کړه: یوه برخه چې دواړه لوري پکښې پخپلو کښې ملګرتیا لرلی شي، د امریکې کنټرولول دي ځکه چې واشنګټن د انسانیت لپاره یو خطر دی او د مخنیوي امکان یې هم شته دی.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د سوریې پيښې د امریکې د کنټرولولو یوه کامیابه نمونه وبلله او څرګنده یې کړه: امریکایانو اوس په سوریې کښې حقیقي ماتې خوړلې ده او خپلو موخو ته ونه رسیدل.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د امریکې لخوا د ایران، روسیې او ترکیې بایکاټیدل د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره یوه ډیر پياوړی ګډ ټکی وباله او زیاته یې کړه: ایران او روسیه باید د سیاسي او اقتصادي ملګرتیاو د پراختیا ترڅنګ د تهران په غونډه کښې شوې موافقې په جدیت سره تعقیب کړې.

هغوي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې وفرمایل: ایران تراوسه په ایټمي موافقه کښې پرخپلو ژمنو پایبند پاتې شوی خو اروپایانو پرخپلو ژمنو عمل نه دی کړی او دا د منلو نه ده چې مونږ دې په برجام کښې په خپلو کړو ژمنو په بشپړه توګه عمل کوو او هغوي دې خپلې ژمنې نه پوره کوي.

معظم رهبر ټینګار وکړ چې ایران به د ایټمي موافقې په لړ کښې داسې دریځ غوره کوي چې د هیواد او ولس په ګټه او عزت تمامیږي.

دوي څرګنده کړه: امریکایان له تیرو څلویښتو کلونو غواړي چې د ایران د اسلامي جمهوریت بنیاد ونړوي خو مونږ په دې موده کښې څه باندې څلویښت برابره وده کړې ده چې د اسلامي ایران همدا دریدنه او بریاوې، د امریکې د مخه نیولو یوه بله بریمنه بیلګه ده.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي همداشان د سیمې په نورو مسائلو کښې د روسیې د سیاسي رول لوبونې لپاره د زمینې په شتون باندې په ټینګار سره د یمن د خلکو خواشینونکو حالاتو او د سعودیانو په لاس د هغوي وژل کیدو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: سعودیان به هیڅکله په یمن کښې نتیجې ته ونه رسیږي او وبه نه توانیږي چې د یمن مقاوم خلک په ګونډو کړي.

په دغه ملاقات کښې د روسیې ولسمشر هم په ایټمي موافقه کښې پر خپلو ژمنو د ایران د ځینو مقابلو لورو له نه پابندۍ د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل: امریکایانو په بې ځایه اقداماتو سره حالات خراب کړي دي او اروپایان هم په امریکې پورې د پيئلتیا په وجه، په عمل کښې د هغې تابع دي، که څه هم وايي چې د ایټمي موافقې د ساتنې لپاره د لاروچارو په لټه کښې دي.

 

Sep 08, 2018 05:17 Asia/Kabul
کمنټونه