• د وږې په اولسمه(۱۷) نیټه د تهران دخلکو وژلې او دپوځي حکومت دوام  دپهلوي رژیم د پوځ اراده او کوټلتیا لړزانده کړه .
    د وږې په اولسمه(۱۷) نیټه د تهران دخلکو وژلې او دپوځي حکومت دوام دپهلوي رژیم د پوځ اراده او کوټلتیا لړزانده کړه .

د نولس سوه اته اویایم(۱۹۷۸) میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې په اتمه(۸) یعنی د د دیارلس سوه اوه پنځوسم(۱۳۵۷) هجری قمری کال د وږی دمیاشتې په اولسمه(۱۷) نیټه د تهران د سلګونو بې دفاع خلکو وژله دایران د اسلامی انقلاب دبڼه دخپلیدا په بهیر کښې یوه داسې پیښه وه چې په نهایت کښې په نولس سوه نهه اویایم میلادی کال کښې د پهلوی د ګوډاګي او د دیکتاتور رژیم د نسکوریدا زمینه جوړونکی شوه .

۱۳۵۷ هجری لمریز کال (۱۹۷۸) چې په ایران کښې د پهلوی رژیم په وړاندې دخلکو اعتراضونه خپل اوج او جوبن ته رسیدل ددغه رژیم دختمیدا کال وو .

ددغو اعتراضونو اوج دهماغه کال په وږی  میاشتې کښې رامینځته شو .

دنولس سوه اته اویایم(۱۹۷۸) میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې په اومه (۷)یعنی د وږی دمیاشتې په شپاړسمه(۱۶) نیټه د چټۍ لپاره د پهلوی رژیم له هڅو سره سره دایران خلکو یوځل بیا په دې ورځې عمومی مظاهرې وکړې او د ظالم رژیم پرضد د شعارونو په ورکولو سره یې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړ .

دایران خلکو په دغو مظاهرو کښې د خپلواکۍ ، ازادۍ او  داسلامی جمهوری نظام په شعار سره د یوه(۱) ښه نظام او حکومت غوښتنه کوله په عین حال کښې دتهران خلکو په « میدان شهدا » کښې د وږی د میاشتې په اولسمه(۱۷) نیټه د مظاهرو په دوام ټینګار وکړ .

په تهران کښې له ولسی مظاهرو وروسته دهغه وخت ظالم رژیم هم دامریکا دهغه وخت د ولسمشر جیمی کارټر په ملاتړ سره دایران د ملت په هر اړخیز ډول د ځپلو لپاره په تهران کښې پوځی حکومت اعلان کړ .

دغه فیصله هغه وخت وشوه چې  دایران خلک د پوځی حکومت له اعلانیدا خبر نه وو .

د وږی د میاشتې په اولسمه(۱۷) نیټه دتهران خلک دسهار په اته(۸) بجې په میدان شهدا سیمه کښې راغونډ شول .

دمظاهره چیانو شمیر دومره زیات وو چې د میدان شهدا ګیرچاپیر واټونه هم له خلکو ډک وو او د ظالم رژیم عسکرو له ټولو لورو او حتی د ودانیو له چتونو مظاهره چیان کلابند کړل .

ددغو مظاهرو په دوام کښې دظالم رژیم عسکرو هم دتهران په دفاع خلکو ډزې وکړې او ګڼ شمیر مظاهره چیان یې شهیدان او ژوبل کړل .

د ایران د اسلامی جمهوریت ستر بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله د وږی د  اولسمې(۱۷) نیټې  له غمیزې وروسته په دوو(۲) پیغامونو کښې دایران مبارزو خلکو ته د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې هغوې ته د بریالیتوب زیری ورکړ .

امام خمینی رحمت الله علیه د وږی دمیاشتې د اولسمې نیټې پیښه له ایام الله ورځو  وګڼله  او ټینګار یې وکړ باچا یو ځل بیا په تهران او د ستر ایران په نورو ولسوالیو کښې د پوځی حکومت د ټینګیدا په حکم سره ثابته کړه چې په ملت کښې هیڅ اډانۍ نلری او باچا  په  بې دفاع او مظلومو خلکو د ډزو لپاره له پوځی حکومت بله هیڅ  ښه پلمه پیدا نکړه .»

د وږې په اولسمه(۱۷) نیټه د تهران دخلکو وژلې او دپوځی حکومت دوام  دپهلوی رژیم د پوځ اراده او کوټلتیا لړزانده کړه او په مقابل کښې یې د پهلوی رژیم د نسکورولو لپاره د ایران دملت اراده پیاوړی او  کلکه کړه .

بالاخره دایران دملت د حق غواړو مبارزو په دوام  سره پهلوی رژیم د وږی دمیاشتې د اولسمې(۱۷) نیټې له  تاریخی پاڅون پینځه (۵)میاشتې وروسته د ۱۹۷۹میلادی کال په فرورۍ میاشت کښې نسکور شو .

 

ټیګونه

Sep 08, 2018 13:32 Asia/Kabul
کمنټونه