• د ۱۳۵۷  هجري لمریز کال د وږي دمیاشتې  د اولسمې نیټې پیښه د تورې جمعې(Black Friday) په ورځ مهشوره ده .
    د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د وږي دمیاشتې د اولسمې نیټې پیښه د تورې جمعې(Black Friday) په ورځ مهشوره ده .

نن شنبه د ۲۰۱۸میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې اتمه او د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د وږی د میاشتې اولسمه نیټه ده چې د ۱۹۷۸ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې یعنی د ۱۳۵۷ هجری لمریز کال د وږې د میاشتې د اولسمې نیټې د پاڅون له کلیزې او د پهلوی رژیم د مامورانو په لاس د ایران دیوشمیر انقلابی خلکو له وژلې سره سمون خوری .

د ۱۳۵۷  هجری لمریز کال د وږی دمیاشتې  د اولسمې نیټې پیښه چې د تورې جمعې(Black Friday) په ورځ مهشوره ده او په تاریخی سرچینو کښې د وږې د میاشتې د اولسمې نیټې په وژلې هم یادیږی دایران داسلامی انقلاب د رامینځته کیدا په وخت یوه پیښه وه او په نهایت کښې په ۱۹۷۹ میلادی کال کښې د پهلوی دګوډاګی او دیکتاتور رژیم د نسکوریدا زمینه جوړونکی شوی شوه .

دتهران په میدان شهدا کښې د پهلوی رژیم د مامورانو په لاس  ۱۳۵۷  هجری لمریز کال د وږی دمیاشتې په اولسمه نیټه دتهران د سلګونو بې دفاع خلکو وژله له دغه رژیم څخه د خلکو دنفرت دزیاتیدا سبب شوه او دهغه وخت دحکومت دکارکونکو اعتراضونه او کاربندیزونه هم زیات شول .

دایران داسلامی جمهوریت ستر بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د وږی د میاشتې د اولسمې نیټې له غمیزې وروسته په دوو(۲) پیغامونو کښې دایران مبارزو خلکو ته د تسلیت په ترڅ کښې هغوې ته د بریالیتوب زیری ورکړ .

 

ټیګونه

Sep 08, 2018 14:56 Asia/Kabul
کمنټونه