• بیجنګ کښې د ایران د دفاع وزیر مذاکرات، په پوځي او اقتصادي ملګرتیاؤ ټینګار

د ایران دفاع وزیر جنرال امیر حاتمي چې د خپل چیني همرتبه په بلنه یې د پوځي او اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا په موخه بیجنګ ته سفر کړی دی، په بیجنګ کښې د چین له دفاع وزیر وی فنګ هه سره په ملاقات کښې د سیمه ایزو موضوعاتو او د دوه اړخیزو دفاعي او پوځي ملګرتیاؤ په هکله د نظر تبادله وکړه.

د ایران د چین دفاع وزیرانو په خپلو خبرواترو کښې د سیمې د حالاتو په تیره بیا د آسیا په لویدځ او سویل ختیځ کښې د امریکې د کړکیچ جوړونو په هکله ضروري غږملتیاوې وکړې.

جنرال امیر حاتمي همداشان د چین د پوځ د مرکزي کمیشن له مرستیال ژانګ یوشیا سره کتنه کښې د نړۍ په تیره بیا لویدیځې آسیا کښې پيچلي حالت ته په اشارې سره، د صلحې، ثبات او امنیت رامینځته کولو لپراه د ایران او چین سیمه ایزه ملګرتیا ضروري وبلله.

د ایران اسلامي جمهوریت د ګواښونو په وړاندې لازم دفاعي قدرت لري، په عین حال کښې ایران ایران په پوځي برخه کښې دوه اهداف په جدیت سره تعقیب کړي دي.

وړومبی هدف، د اړتیا وړ برخو په تیره بیا د توغندوي دفاع په برخه کښې د دفاعي توان لوړول دی چې په دفاعي بحث کښې ډیر سټراټیجک اهمیت لري.

دویم هدف، په دې لړ کښې د خوزښت د چټکتیا په موخه له خپلواکو هیوادونو سره د پوځي ملګرتیا له وړتیاؤ ګټه پورته کول دي.

په دې چوکاټ کښې د تهران-بیجنګ ترمینځ د اړیکو مخ په پراختیا بهیر ښودنه کوي چې دواړه لوري د سیمه ایزو او نړیوالو همپالنو او ملګرتیاؤ په لاره ګام پورته کوي.

د ایران پخوانی سفارتکار او د مینځني ختیځ د چارو لوړرتبه کارپوه سید هادي افقهي وايي: دا ډول ملګرتیاوې د اړیکو کچه له پوځي ملګرتیاؤ لوړولی شي او حتی کوی شي چې د اقتصادي ملګرتیا زمینې هم پیاوړې کړي.

دا چاره له دې اړخه مهمه ده چې په اقتصادي ډګر کښې د ایران او چین د دوو هیوادونو د ملګرتیاؤ د پام وړ برخه ده او په سیمه کښې امنیت هم په اقتصادي اړیکو کښې د ثبات ضمانت ورکوي. له بلې خوا له ترهګرۍ او داعش سره په مقابلې او د ثبات او امنیت د ټینګولو په لړ کښې په سیمه کښې د اسلامي ایران د پوځي قدرت کارنده توب، د تهران او بیجنګ د اړیکو د نوي باب په خلاصیدو کښې موثر پاتې شوی دی. اوس تهران او بیجنګ هوډمن دي چې په پوځي برخو کښې د ګډو سټراټیجیو په غوره کولو سره دا ملګرتیا د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې په مثبت ټکي بدله کړي. دا فیصله په داسې حالاتو کښې شوې چې د امریکې یواړخیزپالو سیاستونو سیمه ناامنۍ او بې ثباتۍ ته ټیل وهلې ده او په سیمه کښې د ډله ایزو ګټو او ملګرتیاؤ د زیانمولو تکل کوي.

څو کاله وشول چې ترهګرو ډلو د آسیا په نیمه لویدیځه برخه کښې امنیت له سخت چیلنج سره مخ کړی دی. خو د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو سټراټیجکو اصولو په بنیاد تل د نړیوالې صلحې او امنیت په لټه کښې دی. همدا چاره سبب شوې چې ایران د نړیوالې صلحې او امنیت په برخه کښې یو فعال لوبغاړی وي. دا سټراټیجي په سیمه کښې د یو ستر اقتصادي قدرت په توګه سټراټیجک اهمیت لري. په سیمه کښې امنیت او ټکاؤ په حقیقت د اقتصادي اړیکو د پراختیا ضرورت دی ځکه ترڅو چې امنیت او ثبات نه وي تر هغې د اقتصادي ملګرتیا پراختیا ناشونې وي.

بیجنګ ته د ایران د دفاع وزیر سفر او د چین له پوځي چارواکو سره یې خبرې اترې په همدې چوکاټ کښې بللی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

Sep 09, 2018 13:16 Asia/Kabul
کمنټونه