• د بحرین له  خوا د نیول شویو کسانو د ایرانی والی د ادعا په اړه هیڅ سند نشته

د ایران د خارجه وزارت ویاند، په جعلی پاسپورټونو سره د ۱۴ ؤ ایرانی اتباعو د نیولو په هکله؛ د بحرین د داخله وزارت د ادعا په عکس العمل کی وویل: تر اوسه پوری پدې زمینه کی هیڅ سند او مدرک ایرانیو مربوطه مقامونو ته وړاندی شوی نه دئ.

د ایران د خارجه وزارت ویاند؛ د فارس خبری آژانس سره په مرکه کی، د ۱۴ ؤ ایرانیو اتباعو د نیولو په هکله د بحرین د داخله وزارت ادعا، د هر ډول زیاتو اطلاعاتو د نشتوالی له کبله، د قبول وړ ونه بلله.

قاسمی زیاته کړه: یواځی دا چی ادعا شوې ده، نوموړی کسان ایرانی دی، او په جعلی پاسپورټونو سره بحرین ته ورغلی دی، د اثبات وړ خبره نه ده، او پدې هکله د بشپړو اطلاعاتو تر لاسته راوړلو پوری، لا زیات نظر نشو څرګندولای.

د ایران د خارجه وزارت ویاند؛ دیته په اشارې سره چی ایران او بحرین د څو کالو راهیسی هیڅ ډول اړیکی نه لری، څرګنده کړه:

د ایرانی اتباعو لپاره د منامی دولت له خوا؛ هیڅ ډول ویزه نه ورکوله کیږی، او اصلاً د دؤو هیوادونو ترمنځ هیڅ ډول مبادلی نه ترسره کیږی.    

Sep 09, 2018 15:26 Asia/Kabul
کمنټونه