• د ایران توغندوي توان د مذاکرې وړ نه دی

د پوځي صنایعو په چارو کښې د ایران د ټولو قواؤ د قومندان سلاکار وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت توغندوي توان د خبرواترو وړ نه دی.

جنرال حسین دهقان روسیا الیوم خبري چینل ته په یوه مرکه کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران پر توغندوي توان خبرې اترې نه شي کیدی، زیاته کړه: د ایران توغندوي توان د اقتدار، شرف، خپلواکۍ او ملي اعتماد مسئله ده او په اړه یې خبرې اترې نه شي کیدلی.

سردار دهقان په دې خبرې سره چې امریکا، اسرائیل او عربستان په سیمه کښې یوه ستره فتنه رامینځته کوي، څرګنده کړه چې دغه هیوادونه له ایران سره د نیغ په نیغه او مخامخ جنګیدو توان نه لري.

هغه د یمن په هکله هم په دې خبرې سره چې د یمن خلک مظلوم دي او پرې تیری شوی دی، وویل: که یمنیان مرسته وغواړي نو ایران به ورسره مرسته کوي.

جنرال دهقان د سوریې د اِدلِب ولایت د حالاتو په هکله هم زیاته کړه: ترهګر په خپل حال او له یو ځایه بل ځاې ته تګ ته پریښودل نه دي پکار، باید له ترهګرو سره مقابله وشي او له مینځه یوړل شي.

د ایران پخواني دفاع وزیر همداشان ټینګار وکړ چې د سوریې حکومت په خپل هیواد کښې د پوځي شتون لپاره امریکې ته بلنه نه ده ورکړې او امریکا باید زر تر زره له سوریې ووځي.

 

ټیګونه

Sep 10, 2018 05:02 Asia/Kabul
کمنټونه