• د ماډرن سڼترفیوژونو دجوړولو تاسیسات افتتاح شول

دایران دایټمی انرژۍ دادارې مشر ددې خبرې په کولو سره چې تهران له هر ډول شرائطو سره په تناسب کې لازمې فیصلې غوره کوی، هیله وښودله ؛ په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې دپاتې لورو په ملګرتیا سره ، ایران له دغې نړیوالې موافقې ونه وځی ،ځکه له جامعې ایټمی موافقې دایران وتل د ټولو په تاوان دی .

العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحی  نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل و  د اسلامی  انقلاب  دمعظم لارښود په فرمان سره ، د ماډرن سڼترفیوژونو  د جوړولو هغه تاسیسات  او تشکیلات  چې   ډیر پرمختللی او مجهز دی ،  په بریالیتوب سره افتتاح  شو .

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی  خامنه ای د   جون په څوارلسمه نیټه  د ایران دایټمی ا نرژۍ  ادارې  مسئولانو ته دنده سپارلې وه چې  په چټکۍ سره دې  د  جامعې ایټمی  نړیوالې موافقې په چوکاټ کې  د یو لک نوی زره سوو ته درسیدو لپاره  لازمې تیاریانې وکړی . 

 علی اکبر صالحی  همداراز  دتهران ریئکټر  بیا رغاونې ته  په اشارې سره  هم  ووئیل ، دتهران ریئکټر  په پشپړ ډول بیا رغاول شوی  او  دایران  دایټمی انرژۍ ادارې  له یوه اروپائی هیواد سره  د دغه ریئکټر   د یپاوړی کولو په باب  یوتړون هم کړی دی .

 دایران دایټمی انرژۍ دادارې  مشر  ددې   خبرې په کولو سره چې  تهران  له هر ډول شرائطو سره  په تناسب کې  لازمې فیصلې غوره کوی، هیله وښودله ؛ په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې  دپاتې لورو په ملګرتیا سره ، ایران  له دغې نړیوالې موافقې ونه وځی  ،ځکه   له جامعې ایټمی موافقې  دایران وتل  د ټولو په تاوان دی .

 

ټیګونه

Sep 10, 2018 12:03 Asia/Kabul
کمنټونه