• IAEA یوځل بیانړیوالې ایټمی موافقې ته دایران پرپابندۍټینګارکوی

دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس تل پخپلو راپورونو کې په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلو ژمنو ته دایران پر پابندۍ ټینګار کړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  دایټمی انرژۍ  نړیوال آژانس  نن په ویانان کې د دغه آژانس  د واکمنې شورا د غونډې په لومړنۍ ورځې  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ، ایران  جامعې ایټمی موافقې په باب  خپلو ژمنو  ته بشپړ پابند دی اودرستې ژمنې ئې اجرا کړی دی  او په دې باب آژآنس ، له ایران سره خپلو نزدو اړیکو ته دوام ورکوی .

 دآژانس مشر یو کیا آمانو دواکمنې  شورا  په غونډې کې پخپلې وینا کې  یو ځل بیا تائید کړې چې  ایران  په نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلې ټولې ژمنې اجرا کوی .

  دایټمی ا نرژۍ دنړیوال آژانس   دواکمنې شورا   فصلی غونډه  نن  په ویانا کې د  آژانس په مرکز کې پیل شوې ده .

د  ایټمی خځلو  د وړلو او خوندی کولو  او   دنورو ایټمی زمینو کې  نړیوالو  ملګرتیاؤ دپیاوړتیا لپاره لازم اقدامات ،  دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس   د دغې پنځه ورځنۍ  غونډې  موضوعګانې  اعلان شوی دی .

 دایټمی انرژۍ نړیوال آژانس   تل پخپلو راپورونو کې   په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې  خپلو ژمنو ته دایران پر پابندۍ ټینګار کړی دی . 

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  دمئ په اتمه نیټه  له نړیوالې ایټمی موافقې  د دغه هیواد  وتل اعلان کړی  چې  د د دغې نړیوالې ایټمی موافقې د نورو لورو  له سخت اعتراض سره  مخامخ  شوی دی .  

 

Sep 10, 2018 15:21 Asia/Kabul
کمنټونه