•  له تیری ګرو سره مقابله، د اسلامی  انقلاب د سپاه پاسداران د کار په اجنډا کی

د عراق له کردستان سیمی څخه د ایران د سرحدی سیمو په خلاف؛ د ترهه ګرو ډلګیو د وروستیو میاشتو له شرارتونو وروسته، د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران، په یوې خبرپاڼه کی اعلان وکړ:

 چی د شنبی په ورځ یی؛ په یو لړ بریمنو عملیاتو کی، د یوې پلیدی او جنایتګاری ډلګۍ د مشرانو د غونډې او استقرار ځای، او د پیلو ترهه ګرو د زده کړې مرکز، له ځمکی څخه د ځمکی په لور په اوؤ لنډ واټن ویشتونکو توغندویو سره ویشتلئ دئ.

د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران؛ پدې خبرپاڼه کی څرګنده کړه: د دغو ډلګیو د اډو د ټولولو، او د ایران په خلاف د تیری ګرو او ترهه ګرو اقداماتو د ختمولو په هکله، د عراق د کردستان سیمی د مسؤولانو جدی خبرداریو ته د دغو ډلګیو د مشرانو له بی پروائۍ وروسته، د سپاه پاسداران توغندوی اډو او بی پیلوټه الوتکو، د ایران د ملی امنیت د توطئی مرکز نابود کړ. پدغه برید کی، د ترهه ګری ډلګۍ په لس ګونه مشران او عملیاتی مهم

عناصر، په هلاکت رسیدلی یا ټپیان شول.

په امریکی او اسرائیل پوری هغه ترهه گر پیلی عوامل او عناصر، چی د سیمی د یو شمیر رژیمونو په وعدو او پیسو سره، د ایران په خلاف د ماجرا غوښتنی په لټه کی دی؛ په غلط تحلیل سره باوری دی، چی د ایران په سرحدونو په تیری او شرارت کولو سره کولای شی، د سیمی په معادلو کی کوم بدلون رامنځته کړی. په بصره کی وروستۍ پیښی، په عراق کی د ایران په کنسولګرۍ باندی حمله او د ایران د پولو په داخل کی د ترهه ګرو حملو زیاتوالئ، د هغې توطئی کړۍ دی، چی د بی پامۍ او غفلت په بڼه کی، لا زیاتی ریښی ځغلولای شی. زیاتره شناندی او څارونکی باوری دی؛ چی د ایران او عراق په اړیکو د اغیز شیندنی په موخه، د کړکیچ د رامنځته کولو لپاره د زمینی جوړونی نوئ دور پیل شوئ دئ. دا پداسی حال کی ده، چی د ایران دفاعی ځواکونه؛ د خپل چاپیریال په ماحول کی د هر ډول اقدام د کولو قدرت لری، او هرکله چی دې نتیجی ته ورسیږی؛ چی په سیمه کی د شرورو عناصرو له خوا خبرداریو او سرو کرښو ته بی پامی کیږی، ګواښونو ته په ځواب ویلو او د شرارتونو په دفع کولو کی به، یوه شیبه ځنډ ونه کړی، او ګواښونکئ به؛ له پریکنده او پښیمانه کونکی ځواب سره مخامخ کړی.

له دې وړاندی هم، د ۲۰۱۷ کال د جون په میاشت کی، د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران، په تهران کی د داعش د پیلو عناصرو د ترهه ګرو حملو په ځواب کی؛ د سوریی په دیرالزور کی د داعش ترهه ګرو د قوماندانۍ اډه، تر توغندوی حملو لاندی ونیو، او له ټروریزم او امنیتی ګواښونو سره په مقابله کی یی د ایران اراده او ظرفیت ننداری ته کښیښود.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼی، پدې هکله په یو مطلب کی ولیکل: د ایران توغندویی حمله؛ د ایران د مخ په ودې قدرت یوه نښه ده. د سپاه قدس قوماندان، سردار قاسم سلیمانی؛ پخپله یوه وینا کی وایی: هرکله چی؛ د مقابل لوری لپاره، د عادی خلګو او جنګیالیو ترمنځ کوم توپیر نشته، او یواځی وژل ورته معنا لری؛ که څه هم وژل شوی کسان بی ګناه خلګ وی؛ نور نو ډیپلماسی کومه ګټه نه لری، بلکه باید د هغوی په وړاندی جهاد وکړو.

جوته ده؛ چی د ایران اسلامی جمهوریت؛ پدې حساس پړاو کی، د خپل چاپیریال په محدوده کی د امنیتی ګواښونو په نسبت په درایت

او هوښیارۍ سره، یو لړ اقدامات د خپل کار په اجنډا کی را وستی دی.

هماغه ډول چی د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران په اطلاعیه کی ډاګینه شوې ده، په سیمه کی د شرورو او د  ترهه ګرو عناصرو د پردې ترشاه اهدافو ته په پام سره، د ترهه ګرو د اډو د ټولولو، او د ایران په ضد د تیری ګرو او تروریستی اقداماتو د ختمولو لپاره، د ایران هوډ جدی دئ.      

  

 

 

 

 

ټیګونه

Sep 10, 2018 15:46 Asia/Kabul
کمنټونه