• دایران ملت هیڅکله هم دبې عدالتۍاو ظلم په وړاندې نه تسلیمیږی

دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی وئیلی دی ، په نړیوال ډګر کې د ترَپ او خَرَپ پړاؤ تیر شوی دی . او دایران به ضد هر غلیمانه اقدام به له غاښ ماتونکی ځواب سره مخامخ شی .

 زمونږخبریال راپورراکړ دایران دملی امنیت  دلوړې شورامنشی  علی شمخانی نن په یولړ څرګندونو کې  وئیلی  دایران ملت به هیڅکله هم دظلم ،بې عدالتۍ او  سپکاویو په وړاندې تسلیم نشی او  او ذلت او  خواری به پر دښمنانو  او بدغواړو  وتپی   

  شمخانی  دغه راز  دایران په ضد د غیر قانونی بندیزونو له اعمالولو دامریکا موخه ،  دایران دملت  د قدرت  او اقتدار رامینځةکونکو ظرفیّتونو او آوزارونو  محدودول وبلل  او زیاته ئې کړه .  دایران ملت ددې قدرت  لری ، چې د دفاع اوامنیت  د ډګر په څیر   خپل  اقتصاد هم لوړ کړی .

 دایران دملی امنیت دلوړې شورا منشی  وئیلی دی ،  په نړیوال ډګر کې د ترَپ  او خَرَپ    پړاؤ تیر شوی دی . او  دایران به ضد هر  غلیمانه اقدام به له غاښ ماتونکی ځواب سره مخامخ شی .

  علی شمخانی  توغندوی پرورګرام  د ایران داقتدارعامل وبالۀ او  روښانه ئې کړه،په تهران کې د سورئې دموضوع په باب  په درې اړخیزې سرمشریزې کې   دایران ،روسیې اوترکیې  د ولسمشرانو  دشتون علت  دایران دسیمه  ایز اقتدار له امله دی .

 دایران د ملی امنیت د شورا منشی دغه راز ووئیل،دعراق په کردستان سیمې کې د ترهه ګرو یوې ډلګۍپه کرغیړنو  اقداماتو وروستی توغندوی ځواب  داسې  کړنې  دی  چې  د ایران په ضد  دهرډول ګواښ په خواب کې به ئې  اعمال کړی .

دایران داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو د تیرې شنبې  په ورځې  دایران د سرحدی سیمو  په ضد د  عراق د کردستان  سیمې څخه  دترهه ګرو ډلګیو د جنایتکارو  په وروستیو شرارتونوپسې  د اړونده ترهه ګرو پر روزنیز مرکز  او د یوې ترهه ګرې ډلګۍ  په مرکز  چې د  هغوی د مشرانو غوڼډه پکې روانه وه ،  له مځکې   په مځکه ویشتونکو اوو  لنډ واټنه توغندیووویشت  چې  درندې مرګ ژوبلې ئې ورآړولی دی .

دایران داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو  په یوې خبرتیا کې کې  د ایران د ملت او د اسلامی انقلاب  ضد ترهه ګرو ډلو اودهغو ملاتړو ته خبرداری ورکړی ، د هغوی دشیطنتونو  او شرارتونو تکراریدا به  له سخت او غاښ ماتونکی ځواب سره  مخامخ شی .  

 

Sep 10, 2018 15:55 Asia/Kabul
کمنټونه