• حکومتي چارواکو هدف موجودو امکاناتو ته په پام سره دمشکلاتو په چټک ډول ختمول دي .
    حکومتي چارواکو هدف موجودو امکاناتو ته په پام سره دمشکلاتو په چټک ډول ختمول دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی وویل په نړۍ په تیره بیا امریکا کښې داسې بهیرونه رامینځته شوی دی چې فکر کوی کولای شی دایران خلک د بایکاټ په لګولو او د دباونو په زیاتولو سره له اسلامی انقلاب جلا کړی خو دهغوې دغه فکر غلط دی .

علی لاریحانی په دې خبرې ټینګار سره چې ایران دخلکو او دشهیدانو د وینې په ملاتړ سره د پرمختګ او پراختیا په حال کښې دی وویل په داسې سیمه کښې چې ټول هیوادونه دامریکا نوکران وو حضرت  امام خمینی رحمت الله علیه د ایران ملت وژغوره او همدا اوس دایران اسلامی انقلاب د نورو هیوادونو لپاره په یوې(۱) بیلګې بدل شوی دی .

دایران دپارلمان مشر علی لاریجاني  په دې خبرې سره کله چې مونږ اټومی تړون ومانه نو په خلکو د دباو د کمولو لپاره وو زیاته کړه  اوس د ملت دښمانان دخلکو د ناهیلی کولو لپاره د ایران دملت پرضد ددباونو دزیاتولو کوشش کوی .

لاریجانی وویل ددښمن هدف دا دی چې په خپلو اقداماتو سره د ایران خپلواکۍ او امنیت له مینځه یوسی او دبیلګې په توګه یې د ایران په شمال لویدیځ او  جنوب ختیځ کښې ټولې ډلې په وسلو سمبال کړې خو هغوې  د سپاه پاسداران ځواک دشتون په دلیل هیڅ اقدام نشی کولای .

داسلامی شورا مشر علی لاریجانی په دې خبرې ټینګار سره چې په اوسنیو شرایطو کښې د موجودو مشکلاتو په دلیل په بیلابیلو پرګنو دباو شته وویل له دې ټولو ستونزو سره سره د حکومتی چارواکو هدف موجودو امکاناتو ته په پام سره دمشکلاتو په چټک ډول ختمول دی .

 

ټیګونه

Sep 11, 2018 04:46 Asia/Kabul
کمنټونه