• دترهګرو ډلو خوځښتونو دایران داسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه مجبوره کړل چې دفاعي او غچ اخیستونکی اقدام ترسره کړي .
    دترهګرو ډلو خوځښتونو دایران داسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه مجبوره کړل چې دفاعي او غچ اخیستونکی اقدام ترسره کړي .

زمونږخبریال وایی دایران د باندنیو چارو دوزارت ویاند بهرام قاسمی دعراق په شمال کښې دترهګرو په مرکزونو د توغندوی حملې په اړه یوې(۱) پوښتنې ته په ځواب کښې پرون وویل دایران اسلامی جمهوریت دخپل امنیت او دترهګرو عناصرو دتیری په اړه هیڅکله سستی نه کوی .

هغه وویل دا دایران د خوښې وړ انتخاب نه وو او نه دی خو دایران دسرحد ساتونکو او دعسکرو په شهیدولو کښې دترهګرو ډلو خوځښتونو دایران داسلامی جمهوریت وسله وال ځواکونه مجبوره کړل چې دفاعی او غچ اخیستونکی اقدام ترسره کړی .

دایران د سرحدی سیمو پرضد د عراق له کردستان سیمې دترهګرو ډلو له تیرو څو میاشتو شرارتونو وروسته د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک وویل په تیرې شنبې ورځ په بریالیو عملیاتو کښې دیوې جنایتکارې او پلیدې ډلې دمشرانو دغونډې او دیره کیدا پر ځاې او  دترهګرو د روزنې په یوه(۱) مرکز یې د اوو (۷)لنډ واټنه توغندیو حملې کړی وه .

له دې مخکې هم دایران داسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک د تیر میلادی کال د جون په میاشت کښې په تهران کښې  د داعش ډلې ترهګرو حملو ته په ځواب کښې دسوریې په دیرالزور کښې ددغه ترهګرې ډلې دقوماندۍ په مرکز توغندوی حمله کړی وه او له امنیتی ګواښونو او ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره یې دایران ظرفیت نندرې ته وړاندې کړی وو .

 

ټیګونه

Sep 11, 2018 05:00 Asia/Kabul
کمنټونه