• په یویشتمې(۲۱) میلادي پیړۍ کښې د ګاونډیو هیوادونو په مرستې سره به بایکاټ  هیڅ معنا ونلري  .
    په یویشتمې(۲۱) میلادي پیړۍ کښې د ګاونډیو هیوادونو په مرستې سره به بایکاټ هیڅ معنا ونلري .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د روغتیا وزیر حسن قاضی هاشمی وویل امریکا د ایران پرضد غیر قانونی بایکاټونو سره له تهران سره د بانکونو او دشرکتونو د هرډول تعامل خنډ کیږی او د طبی تجهیزاتو او درملو د راتلو اجازه هم نه ورکوی .

هغه پرون په تهران کښې د مدیترانې د ختیځ په چارو کښې  د روغتیا دنړیوالې موسسې له سیمه ییز مدیر احمد المنظری سره په کتنې کښې دایران پرضد دامریکا بایکاټونو ته په اشارې سره وویل ملګری ملتونه په تیره بیا د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو ایچ او باید اجازه ورنکړی چې د روغتیا ، درملنې او  سلامتیا په برخه کښې د ایران د  خلکو لپاره کوم مشکل او تاوان رامینځته شی .

دایران د روغتیا وزیر په دې خبرې سره چې په یویشتمې(۲۱) میلادی پیړۍ کښې د ګاونډیو هیوادونو په مرستې سره به بایکاټ  هیڅ معنا ونلری  ټینګار وکړ په دغه وخت کښې د نړیوالو موسسو په تیره بیا د ملګروملتونو او دروغتیا دنړیوالې ادارې  کړچار به د ایران دخلکو په ذهنونو کښې پاتې شی .

هغه دسیمې له خلکو سره په مرسته کښې د ایران د اسلامی جمهوریت رول ته په اشارې سره وویل ایران په سیمه کښې د نشه ایزو موادو له قاچاق سره  دمبارزې  لپاره زیات شهیدان وړاندې کړی دی او دغه  چارې له اروپایی او دسیمې له هیوادونو سره زیاته مرسته کړی ده .

 

Sep 11, 2018 06:40 Asia/Kabul
کمنټونه