• کابل کښې د ایران، افغانستان او هندوستان درې اړخیزه غونډه ترسره کیږي

د ایران افغانستان او هندوستان استازي نن د افغانستان په پلازمینه کابل کښې سره راغونډیږي.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ایران، افغانستان او هندوستان په درې اړخیزه غونډه کښې به د اقتصادي او ټرانزټي ملګرتیا د پراختیا او د ایران له چابهار بندره د درې اړخیزې استفادې په هکله تیرې موافقې تعقیب شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي په دغه غونډه کښې د ګډون په موخه نن سهار کابل ته رسیدلی او ټاکل شوې چې د غونډې ترڅنګ د افغانستان له لوړرتبه چارواکو سره ملاقاتونه او د دواړو هیوادونو د علاقې وړ مسائلو او د اړیکو د پراختیا په هکله ورسره خبرې اترې وکړي.

عراقچي په دې لړ کښې نن سهار د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له اجرايي مشر عبدا... عبدا... سره وکتل او د دواړه اړخیزو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا په هکله یې ورسره خبرې وکړې.

 

Sep 11, 2018 11:06 Asia/Kabul
کمنټونه