• ایران په دفاعي برخه کښې پر ځان بسیا شوی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ لوې درستیز او د غږملونکې کمیټې مرستیال وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په دفاعي برخه کښې پر ځان پوره او خود کفیل شوی دی.

امیر البحر حبیب الله سیاري پرون د رادیو ایران (جهانِ سیاست) پروګرام کښې د خپل هیواد خلاف د امریکې سختو ۴۰ کلنو بندیزونو ته په اشارې سره زیاته کړه: نن سبا د اړتیا وړ ټول پوځي تجهیزات او مهمات په هیواد کښې دننه برابریږي او د ایران اسلامي جمهوریت په دفاعي چارو کښې پر خپلو پښو ودریدلی دی.

هغه د کوثر نومې جنګي الوتکې جوړول د دې ادعا څرګنده نمونه وبلله او ویې ویل: د ایران د ټولو وسله والو ځواکونو او د دفاع وزارت د صنایعو په کچه په مختلفو ځمکنیو، هوايي، سمندري او دفاعي برخو او همداشان د پوهې په بنیاد  ولاړو شرکتونو کښې ډیر ستر ظرفیت رامینځته شوی دی چې دفاعي ضرورتونه پوره کوي.

 

Sep 11, 2018 11:37 Asia/Kabul
کمنټونه