• د تهران او ماسکو موافقه، د امریکا له بندیزونو او غلیمانه اقداماتو سره مقابله

د ایران او روسیې په ملګرتیاو کښې د انرجۍ، د بریښنا کوټ د جوړولو، ټورازم، ټرانسپورټ او بیړۍ چلونې په شان پراخ موضوعات شاملیږي.

ماسکو غواړي چې له ایران سره خپلې اړیکې په تیره بیا په اقتصادي او تجاري برخه کښې له پخوا زیاتې پياوړې کړي. د روسیې خارجه وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې خپرې کړې بیانیې کښې اعلان وکړ: په تهران کښې د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو له مرستیال عباس عراقچي سره د روسیې د خارجه وزیر د مرستیال سرګئي ریابکوف په مذاکراتو کښې روسیې او ایران، د ایران په خلاف د امریکې د بندیزونو او غلیمانه اقداماتو سره د مقابلې لپاره د دوه اړخیز تجارت د دوام د ضمانت په اړه موافقه وکړه. د روسيې د خارجه وزارت د اعلان له مخې روسي لوري په دغه کتنه کښې له ایران سره په ایټمي موافقې په تیره بیا د دې واقعیت اهمیت ته په پام سره چې ایران په موافقې کښې پر خپلو ژمنو پابند پاتې دی، د ماسکو په تعهد ټینګار وکړ.

د ایران او روسیې په ملګرتیاو کښې د انرجۍ، د بریښنا کوټ د جوړولو، ټورازم، ټرانسپورټ او بیړۍ چلونې په شان پراخ موضوعات شاملیږي. دغو ملګرتیاؤ د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو په پراختیا کښې مهمې اغیزې لرلې دي.

په دې لړ کښې ځینې آئيډیاګانې لکه د ایران او روسیې ترمینځ د تجارتي اتحادیې جوړول مطرح شوي چې د ایران او روسیې د شورا او د روسیې د صنعت او تجارت د کوټې لخوا تعقیبیږي.

په تهران کښې د دواړو لورو پرونۍ موافقه هم د ایران او روسیې ترمینځ په سټرآتیجکو ملګرتیاو او دوه اړخیزو معاملو کښې د یو ډول سیاسي او اقتصادي پیوستون ښودنه کوي. د دغې موافقې مهم ټکی د دواړو هیوادونو په اقتصادي تجاري اړیکو کښې د امریکا له بندیزونو سره د مقابلې لپاره غږملتیا ده.

د روسیې د مسائلو کارپوه عبدالرسول دیوسالار باوري دی چې د امریکا او ځینو اروپايي قدرتونو کړکیچ جوړونکي سیاستونه او سیمه ایزې سیالۍ د ایران او روسیې اړیکو ته لاډیر اهمیت ورکوي.

د اقتصادي مسائلو شناندي هم باوري دي په هغو ظرفیتونو سره چې د ایران او روسیې په اړیکو کښې راپيدا شوي، ډیر زر به د دواړو هیوادونو ترمینځ د لازیاتو ژورو او ټینګو اړیکو کتونکي ووسو. اوس له ظرفیتونو د ګټه پورته کولو وخت رارسیدلی دی.

د نړیوالو مسائلو کارپوه مرتضی خوانساري وايي: د تیلو او ګیس په زمینه کښې د ډیرو لویو زیرمو په وجه ایران او روسیه کولی شي په نړۍ کښې د انرجۍ د امنیت او مدیریت زیاته برخه ځانته بیله کړي او نړۍ د دوه قطبي نظام لور ته چې اکثره هیوادونه یې ملاتړ کوي، بوځي.

د اسلامي انقلاب مشر حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای تیره جمعه په تهران کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین او ورسره ملګري پلاوي په کتنه کښې د امریکا لخوا د ایران، روسیې او ترکیې بایکاټ د ملګرتیاو د پراختیا لپاره ډیر پياوړی ګډ ټکی وباله او ویې ویل: اسلامي ایران او روسیه باید د سیاسي او اقتصادي ملګرتیاو د پراختیا په ترڅ کښې د تهران په غونډه کښې شوې موافقې په جدیت سره تعقیب کړي.

دوي همدا راز د ډالرو له چوکاټه بهر د اقتصادي معاملاتو او راکړوورکړو په ترسره کولو ټینګار وکړ.

پوټین هم په دغه کتنه کښې وویل: امریکایان په مالي تبادلو کښې د محدودیتونو په راوستلو سره په یوې سټراټیجکې غلطۍ اخته دي ځکه چې د یو سیاسي او لنډمهاله کامیابۍ په بیه به په نړیواله فضا کښې د ډالر د باور د کمیدو او د هغه د کمزورې کیدو سبب شي.

دغه ټولې خبرې د دې ښودنه کوي چې په اقتصاي مسائلو کښې د ایران او روسیې اړیکې له سیاسي غږملتیا سره په یو وخت زیاتې شوې دي. دغه بهیر کولی شي د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره په مناسبې زمینې بدلې شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه

Sep 11, 2018 14:18 Asia/Kabul
کمنټونه