• امریکا؛ په ډیرو بدو نړیوالو شرایطو کی راغلی ده

د ایران د اسلامی جمهوریت ؤلس مشر؛ دیته په اشارې سره چی له څو هیوادونو، او په سیمه کی له لږ معلوم الحالو هیوادونو پرته، هیڅوک د امریکی ترڅنګ پاتی نه دئ؛ وویل: نن سبا امریکا؛ په ډیرو بدو نړیوالو شرایطو کی راغلې ده.

ډاکتر«حسن روحانی» نن چهارشنبه؛ د دولت کابینی په غونډه کی زیاته کړه: حاضر دمه د امریکی متحدین د یاد هیواد ترڅنګ پاتی نه دی، او حتی د امریکی دودیز ملګرو هم، له دغه هیواد څخه لیری توب کړئ، او په دغه لیری توب ویاړی.

ښاغلی روحانی څرګنده کړه: د ملګرو ملتو د سازمان؛ د ملګرو ملتو د تعلیمی، کلتوری او علمی سازمان(یونسکو)؛ د اټمی انرجۍ د نړیوال سازمان؛ او د بین المللی جزایی سازمان په شان نړیوال سازمانونه، د امریکی له سیاستونو سره موافق نه دی.

ډاکتر روحانی د دی خبری په کولو سره؛ چی نن ورځ ایران، د تیری ګرو په وړاندی په یوه څرګنده جګړه کی دئ؛ ټینګار وکړ: د ایران ملت به حتماً د دغه جنګ ګټونکئ وی.    

ټیګونه

Sep 12, 2018 14:23 Asia/Kabul
کمنټونه