• افغانستان؛ د معیوبینو او د فنی او مسلکی چارو په برخه کی د ایران له تجربو د استفادی غوښتنه کړی

د افغانستان د کار؛ د شهیدانو او معیوبینو، او ټولنیزو چارو وزیر، د معیوبینو او فنی چارو په برخه کی، د ایران له تجربو څخه په استفادی ټینګار وکړ.

زموږ د خبریال د راپور په اساس،«فیض الله ذکی» نن چهار شنبه، په کابل کی د ایران د جمعیت هلال احمر(سرې میاشتی) د مشر«علی اصغر پیوندی» سره په کتنه کی، وویل: له بده مرغه؛ په افغانستان کی د اوږدو جنګونو له کبله، د معیوبینو شمیر د زیاتیدو په حال کی دئ، او دغه هیواد دیته اړتیا لری؛ چی ایران د معیوبینو سره د مرستی په برخه کی له افغانستان سره همکاری وکړی.

ذکی؛ د افغانستان له ؤلس او دولت سره د ایران له همکاریو څخه په مننې سره څرګنده کړه: ایران او افغانستان ګډ تاریخ لری، او ایران په سختو ورځو کی د افغانستان د خلګو او دولت ترڅنګ دریدلئ دئ.

«علی اصغر پیوندی»هم، پدې لیدنه کی په افغانستان کی د ایران د جمعیت هلال احمر د نمایندګۍ د جوړولو لپاره، د لمړنیو موافقو د کیدو خبر ورکړ، او ویی ویل: د ایران جمعیت هلال احمر، هڅه کوی د زده کړې؛ امدادی مرستو؛ او د روغتیا او د معیوبینو په چارو کی، له افغانستان سره دهمکارۍ نوې دوره پیل کړی.

د ایران د جمعیت هلال احمر مشر؛ چی کابل ته په سفر تللئ، له دې وړاندی هم، د افغانستان د ملی وحدت د دولت له اجرایی رئیس «عبدالله عبدالله»، او د یاد هیواد د عامی روغتیا له وزیر« فیروز الدین فیروز » سره خبری اترې وکړې.    

ټیګونه

Sep 12, 2018 15:52 Asia/Kabul
کمنټونه