Sep 14, 2018 14:58 Asia/Kabul
  • د سپاه پاسداران توغندي د سیمه ایزو او له سیمې بهرو دښمنانو ته یو خبرداری دی

د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب د عراق په کردستان سیمه کښې د یوې ترهګرې ډلګۍ د مشرانو په غونډې باندې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر توغندوي حملې ته په اشارې سره څرګنده کړه: دې کار په دنیا باندې د ایران اطلاعاتي اِشراف څرګند کړ او د سیمې او له سیمې بهرو دښمنانو ته یو خبرداری ګڼل کیږي.

حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقي د تهران د دې جمعې د لمانځه په خطبو کښې همداشان په دې خبرې سره چې له جنګ او بندیزونو ویریدل د عاشورا د کلتور اپوټه دي، ټینګار وکړ: د ایران ولس له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د عاشورا په لاره روان دی او د قدرتونو په وړاندې دریدلی دی او هغوي یې له ماتې سره مخ کړي دی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د طب، دفاع، صنعت او نانو ټیکنالوجۍ په برخو کښې د ایران پرمختګونو ته په اشارې سره زیاته کړه: کوم ولس چې له اته کلن تپلي جنګ څخه په مقاومت سره راتیر شوی، دا د یو څو ورځو اقتصادي ستونزه د ځان لپاره کړکیچ نه ګڼي او له دې مشکلاتو به هم تیر شي.

حجت الاسلام والمسلمین صدیقي همداشان په عراق کښې وروستیو پیښو او په بصره کښې د ایران د کنسولګرۍ سوزیدو ته په اشارې سره هم څرګنده کړه: په عراق کښې امریکايي او سعودي فتنه د ایران او عراق د ولسونو ترمینځ اتحاد او یووالی هیڅکله نه شي ختمیولی.

هغه د سوریې د اِدلِب د وضعیت په هکله هم وویل: په سوریې کښې د ترهګرو وروستی سنګر ادلب سیمه ده او د امریکې پلمې لټونه د سوریې او د مقاومت د ځواکونو د بریالیتوب مخه نه شي نیولی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب همداشان د نایجیریا د محکمې لخوا د دغه هیواد د مشهور عالم شیخ ابراهیم زکزاکي د آزادۍ حکم ته اشاره وکړه او د نایجیریا حکومت ته یې سپارښتنه وکړه چې د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو د مشر د آزادیدو مخه ونه نیسي.

هغه په پاې کښې د محرم الحرام په دې روانه میاشت کښې د آذربایجان جمهوریت د خلکو د عزادارۍ د دستو په راوتلو باندې له بندیزه د خواشینۍ په ښودلو سره، د دغه هیواد حکومت ته سپارښتنه وکړه چې د حسیني ماتمیانو مخه دې نه نیسي چې د آذربایجان جمهوریت خلک د امام حسین علیه السلام عاشقان دي.

 

ټیګونه

کمنټونه