• د ایران پوځ له دښمن سره مقابلې ته بیخي چمتو دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک مرستیال قومندان وویل: د ایران د پوځ هوايي ځواک په خپل پوځي او دفاعي توان سره د دښمن له ګواښونو سره مقابلې ته چمتو دی.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې جنرال حمید واحدي زیاته کړه: دا ځواک د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له پیل راهیسې د ټولو ظالمانه بندیزونو سره سره، د کورنیو پوهانو او ماهرانو په همت د صاعقه او آذرخش نومې الوتکو او همداشان د سپیئر پارټس د جوړلو، د پایلټۍ د روزنې او د الوتکو د سمولو او ساتلو په لړ کښې د محتاجۍ د ختمولو او پرځان ملاتړنې او پرځان باورۍ سره په زیاترو برخو کښې پرځان بسیا شوی دی.

هغه د ایران د هوايي ځواک د اړتیاوړ پوځي او دفاعي تجهیزاتو په اپ ډیټ او ماډرن والي باندې په ټینګار سره وویل: د اړتیاوړ ټول پوځي او ټیکنالوجیکي تجهیزات کورني دي او په دې برخه کښې پردیو ته هیڅ ضرورت نه لرو.

امیر واحدي ټینګار وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت هوايي ځواک په خپل پوځي او دفاعي توان سره د دښمن له ګواښونو سره مقابلې ته چمتو دی او دښمن دې پوه شي چې د ایران ستر ولس او وسله وال ځواکونه د اسلامي انقلاب دفاع ته چمتو دي.

 

ټیګونه

Sep 20, 2018 15:49 Asia/Kabul
کمنټونه