• امریکا پر نړیوالې سولې ملنډې وهی

امریکا خپلې نوره موافقې هم نه دی منلی اوخلاف ورزۍ ئې کړی دی، په همدې خاطر دهیګ په نړیوالې محکمې کې له دوو دوسیو سره لاس اوګریوان ده . دایران خارجه وزیر په عین حال کې روښانه کړې ، داسې ښکاری امریکا د سولې لپاره پر نړیوالو غوښتنو مسخرې اوملنډې وهی ا و هیڅ شرم اوحیاء هم نه لری .

 زمونږخبریال راپورراکړ دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  محمد جواد ظریف  دامریکا  په خارجه وزارت کې د  ایران  په ضد د ایکشن کمیټې  دمشر برایّن  هوک  د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې  روښانه کړې ،   واشنګټن د سولې  لپاره  په غوښتنو ملنډې  وهلی دی .

 برایّن هوک   وړمه شپه  جامعه نړیواله ایټمی موافقه  د امریکا د پخوانی ولسمشر  باراک اوباما  او دایران دحکومت ترمینځ  یوه شخصی  موافقه بلې او وئیلی ئې دی ، واشنګټن اوس  له ایران سره په یوې داسې موافقې پسې دی ، چې  دایران ایټمی او توغندوی پروګرامونه په یووخت  محدود  کړی او  دامریکا  په مشرانو جرګې کې ئې تصویب کړی .

 جواد ظریف  د هوک د دغو څرګندونو په غبرګون کې پخپل ټولنیز  چینل کې  لیکلی دی ،  امریکا   نړیواله ایټمی موافقه  د  دوو حکومتونو ترمینځ یوه  شخصی موافقه بللې او ادعا ئې کړې ،  چې اوس په یوه تړون پسې  دی ، دا یوه غلطه  ادعا ده او هیڅ بنسټ نه لری .

   هغه ددې خبرې په کولو سره چې  جامعه  ایټمی موافقه  یوه نړیواله  موافقه  ده چې  د ملګروملتو د   امنیت  شورا  پریکړه تائید کړې ، وئیلی دی ،  پر دې سربیره  امریکا  خپلې  نوره موافقې   هم نه دی منلی اوخلاف ورزۍ ئې کړی  دی، په همدې خاطر  دهیګ په نړیوالې محکمې کې له    دوو دوسیو سره لاس اوګریوان ده .  دایران  خارجه وزیر په عین حال کې  روښانه کړې ،  داسې ښکاری   امریکا   د سولې  لپاره  پر نړیوالو  غوښتنو مسخرې  اوملنډې وهی ا و   هیڅ شرم اوحیاء هم نه لری .

 

ټیګونه

Sep 21, 2018 07:49 Asia/Kabul
کمنټونه