• د اسلامی جمهوری نظام په څلویښتم کال کی د سپیڅلی دفاع اونۍ

د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ د سپیڅلی دفاع د اونۍ د پیل په درشل کی په یوه بیانیه کې د دغې انقلابی روحیې پر دوام په ټینګار سره جوته کړه دښمن دې پوهه شی د ایرانی ملت عاشورایی روحیه به د باطلی غوښتنې او ارادې د تپلو اجازه ورنکړی .

د ایران د اسلامی جمهوریت په کال هینداره کی د وږی ۳۱ نیټه د ایران پرضد د عراق د تپلی جنګ د پیل کلیزه ، د سپیڅلی دفاع د اونۍ پیل نومول شوی ده .

اته کلنه سپیڅلی دفاع د هغه ملت د مقاومت تداعی کونکی ده چی په خپل عاشورایی کلتور سره د نړیوال استکبار او د هغه د هم تړونو په وړاندې ودرید او په خالی لاسونو خو په خپلو ولایت مدارو خلکو په تکیې سره یې نړۍ ته وښودله چی سر لوړیتوب او پتیالیتوب  په مقاومت کې دې .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د سپیڅلی دفاع د یاد د شپو د پروګرامونو د چارالو ، هنرمندانو ، جنګیالیو او قوماندانانو په ټول کی  په خپلو ویناو کی په دې په ټینګار سره چی د سپیڅلی دفاع پړاو د انسانی او مادی تا وانونو په څنګ کې د نن او راتلونکی لپاره مهم اثار لری ، جوته کړه په ټولنه کی د انقلابی روحیې ساتل او پیاوړتیا او د انقلاب پاتی کیدا د هغه پړاو یو اثر دې او که هغه جهادی او فداکارانه حرکت نه وای ، قطعا انقلابی روحیه به له ګواښ سره مخامخ کیدله .

د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ د سپیڅلی دفاع د اونۍ د پیل په درشل کی  په یوه بیانیه کې د دغې انقلابی روحیې پر دوام  په ټینګار سره جوته کړه دښمن دې پوهه شی د ایرانی ملت عاشورایی روحیه به د باطلی غوښتنې او ارادې د تپلو اجازه ورنکړی .

د ایران اسلامی جمهوریت د سپیڅلی دفاع په اتو کلونو کی هڅه وکړه چی په نړیوالو او اخلاقی موازینو او قوانینو خپله پایبندی او دجنګ اخلاق وښی . خو د صدام جنایتکار رژیم په جنګ کې په ځلونو د نړیوالو او جنګی قوانینو خلاف ورزی وکړه . بیا بیا کیمیاوی حملې ، د ښارونو د جنګ پیلول او په ملکیانو په دوامداره توګه حملې د ایران پرضد په جنګ کې د عراق د بعثی رژیم په بی اخلاقیو کې شامل وو چی د امریکا په مرستو او د سیمېد ځینو عربی هیوادونو په تیلی ډالرو سره یې دوام درلوده . د ایران اسلامی جمهوریت ، امریکا څه د تپلی جنګ او څه اوس په سیمه کی د ډیرو بی ثباتیو مسوله بولی . خو امریکایی چارواکو په سیمه کی له شرارت او کړکیچ رامینځته کولو لاس ندې اخیستې او هماغه راز د اسلامی ایران پرضد د دسیسې او ګوزار کولو لپاره د پیچلی نقشو په  پلانولو پسې دی .

د سپیڅلی دفاع د پړاو تجروبې وښودله چی د تیری ګرو د شرارتونو د ختمولو او له ګواښونو سره د مقابلې لپاره باید په ټولو اړخونو کی ضروری چمتووالې ولرلې شو .

د ارتباطاتو استاد او خبریال ښاغلی اسماعیل قدیمی وایی بې شکه ایران په اته کلن تپلی جنګ کی په عراق د معنوی او انسانی عواملو ، اجتماعی او کلتوری پانګونو او له ټولو مهم اعتقادی او عمومی لام بندی قدرت له نظره هر اړخیزه برتری درلوده .  خودغه جنګ یو ځل بیا وښودله چی ټیکنالوجیکه برتری د هغه په بریالیتوبونو ،  پرمختګ او سازمان په پراختیا کی یو نه انکاریدونکې ضرورت دې او په ماډرنه دنیا کی انسانی برتری باید له ټیکنالوجیکې برتری سره یو ځای وی .

د ایران اسلامی جمهوریت هماغه ډول چی د سپیڅلی دفاع په پړاو کی د تیری ګر دښمن په وړاندې ودرید نن هم له ترهه ګرۍ او هغو عواملو سره په مبارزه کی چی د امریکا په مرستو یې سیمه له افراطی ترهه ګرو سره ښکیل کړی ده ، په قدرت او اقتدار سره دریدلې دې  او د خپل او سیمې د امنیت د تامینولو او اقتدار ساتلولپاره له سلطه پالو قدرتونو اجازه نه اخلی .

 

ټیګونه

Sep 22, 2018 12:56 Asia/Kabul
کمنټونه