•  په اهواز کې په ترهه ګرې حملې کې۷۰ کسان شهیدان او ټپیان دی

وروستی راپورونه ښئ دایران داامنیتی ځواک په هوښیارۍ سره دوه تکفیری ترهه ګر هلاک شوی ، یو بل ټپی شوی او یو بل هم ژوندی نیول شوی دی .

 زمونږخبریال راپورراکړ د ایران داسلامی انقلاب د  سپاه پاسدارانو  ویندوی سردار  رمضان شریف   دې ته په اشارې سره چې  دایران په جنوب لویدیځ کې    په اهواز کې  د  ایران د وسلوال پوځ  په پریډ  حمله کونکی  جنایتکار  د الااحوازیه ،تکفیری ډلګۍ  جنایتکار دی ،  وئیلی دی ، دغه تکفیری ترهه ګره ډلګۍ  د سعودی عربستان له خوا ملاتړ کیږی  او  دغې ډلګۍ ئې  پړه هم په  غاړه اخستې ده .

  همدرااز د سپاه پاسدارانو د ولی عصرغونډ قوماندان  سردار تورن جنرال حسن شاهوارپور هم وئیلی دی ،په دغې  ناځوانمردانه حملې کېتروروستیو پورې نهه ویشت کسان شهیدان او ۵۳ نور هم ټپیان شوی دی. 

  اوس  په سیمې کې حالات د ایران  دامنیتی ځواک  په کنټرول کې دی او پر سیمې کې آرامښت واکمن  شوی دی .

 وروستی راپورونه ښئ دایران داامنیتی ځواک په هوښیارۍ سره  دوه تکفیری ترهه ګرهلاک شوی ،یو بل  ټپی شوی او  یو بل هم ژوندی نیول شوی دی .  ځینی راپورونه ښئ ممکنه ده شهیدانو او ټپیانو شمیر  نور هم زیات شی .

 

ټیګونه

Sep 22, 2018 13:30 Asia/Kabul
کمنټونه