• د اهواز ترهګرې حملې یوځل بیا د ایران دشریف ملت او دنظام د تور زړو دښمانانو پلیده څیره ښکاره کړه .
    د اهواز ترهګرې حملې یوځل بیا د ایران دشریف ملت او دنظام د تور زړو دښمانانو پلیده څیره ښکاره کړه .

زمونږ خبریال وایی د ایران په جنوب لویدیځ کښې په خوزستان ولایت کښې د ولی فقیه استازی ایت الله سید محمد علی موسوی جزایری او د دغه ولایت والی غلامرضا شریعتی په یوې(۱) ګډې بیانیې کښې د اهواز د پرونۍ ترهګرې حملې دغندلو په ترڅ کښې سبا(دوشنبې ورځ ) په دغه ولایت کښې عمومی ویر اعلان کړ .

د ایران د خوزستان والی غلامرضا شریعتی او د ولی فقیه استازی ایت الله سید محمد علی موسوی جزایری په دغه بیانیې کښې په دې خبرې سره چې د اهواز ترهګرې حملې یوځل بیا د ایران دشریف ملت او دنظام د تور زړو دښمانانو پلیده څیره ښکاره کړه ډاګینه کړه د اسلامی انقلاب قسم خوړلی دښمانان او دهغوې ګوډاګی عوامل دې باید پوه شی په ولسی  ضد او ترهګرو خوځښتونو سره دایران په خلکو کښې درز نشی رامینځته کولای .

 

ټیګونه

Sep 23, 2018 05:42 Asia/Kabul
کمنټونه