• امریکا غواړی په ایران کی نا امنی رامنځته کړی

د ایران د اسلامی جمهوریت ؤلس مشر، په اهواز کی د ترهه ګرې حملې له کبله د خواشینۍ په ښودلو سره ټینګار وکړ: امریکا غواړی په ایران کی نا امنی رامنځته کړی؛ خو پدی کار به بریالۍ نه شی. 

د ایران د اسلامی جمهوریت ؤلس مشر نن یکشنبه سهار، د ملګرو ملتو په عمومی اسامبوله کی د ګډون لپاره، له تهران څخه د نیویارک په لور له حرکت کولو وړاندی، د خبریالانو په ټول کی، دیته په اشارې سره چی د ایران اسلامی جمهوریت ته په اهواز کی د ترهه ګرې حملی عاملان څرګند دی، زیاته کړه: ایران به له دغه جنایت څخه تیر نه شی او ترهه ګرو ته به پریکنده ځواب ورکړی.

ښاغلی روحانی؛ پدی خبری په ټینګار سره چی په اهواز کی ترهه ګره حمله، د ایران د ؤلس په ارادې کوم اغیز نه لری، ډاګینه کړه: د بشری حقوقو ادعا کونکی باید، د دغه جنایت په هکله ځواب ویونکی اوسی.

د اسلامی ایران ؤلس مشر، نیویارک ته د سفر کولو په باره کی

هم وویل: د ملګرو ملتو په عمومی اسامبوله کی برخه اخیستل، د ایران لپاره یو فرصت دئ، ترڅو د سیمی او نړیوالو چارو په باره کی خپلې نظریی مطرح کړی.

ښاغلی روحانی د خپلو څرګندونو په دوام کی وویل: امریکا؛ له ملګرو ملتو څخه ناوړه استفاده کوی، پداسی حال کی چی په ملګرو کی د یاد هیواد اختیارات باید، د نورو هیوادونو په شان وی.

روحانی همداراز له اټمی جامع پروګرام(برجام) څخه د امریکی د وتلو په هکله هم څرګنده کړه: امریکا غواړی؛ د ایران خلګ د خپلواکۍ لرلو لپاره له خپل هوډ څخه پښیمانه کړی، خو دا کار نه شی کولای، او حتماً به خپلو شومو هدفونو ته په رسیدو کی نا کامه پاتی شی.     

 

ټیګونه

Sep 23, 2018 11:56 Asia/Kabul
کمنټونه