• دایران کابینې هم نن په ټول هیواد کښې عمومي وزیر اعلان کړ .
    دایران کابینې هم نن په ټول هیواد کښې عمومي وزیر اعلان کړ .

زمونږخبریال وایی دایران په اهواز کښې د پوځ او د حکومتی چارواکو په ګډون سره د ترهګرې پیښې د شهیدانو د جنازې مراسم وشول .

د ایران د نظام د مصلحت د پیژندنې د ټولنې سیکرټر محسن رضایی د شهیدانو د مړیو د جنازې په مراسمو کښې په دې خبرې سره چې په اهواز کښې ترهګر جنایت دایران دملت د مقاومت په وړاندې د نړیوال استکبار د ماتی نتیجه ده ټینګار وکړ د ایران د اسلامی جمهوریت دښمانان داسلامی انقلاب امنیت او اقتدار ته ګوزار نشی ورکولای .

رضایی ډاګینه کړه که چیرې دښمانان دهیواد امنیت ته د ګوزار د ورکولو او د ترهګرو حملو نیت ولری نو  ایران به ورته غاښ ماتونکی او پریکنده ځواب ورکړی .

دایران کابینې هم نن په ټول هیواد کښې عمومی ویر اعلان کړ او د ایران په جنوب لویدیځ کښې په خوزستان ولایت   کښې ټولې حکومتی ادارې ، موسسې ، ښوونځی او پوهنتونونه نن چټی دی .

 

Sep 24, 2018 12:43 Asia/Kabul
کمنټونه