• نیویارک ته د ایران د ؤلس مشر  سفر

د ایران د اسلامی جمهوریت ؤلس مشر، ډاکتر«حسن روحانی»  د ملګرو ملتو په عمومی اسامبوله کی د برخه اخیستو په منظور، د یکشنبی په ورځ نیویارک ته سفر وکړ.

د ملګرو ملتو په عمومی اسامبوله کی شتون او ګډون، د سیاسی او بین المللی مناسباتو له نظره، د برخه والو هیوادونو لپاره یو فرصت دئ. دغه فرصت د ایران لپاره هم، د مختلفو مسایلو په هکله د خپلو لیدتوګو او دریځونو د بیانولو په منظور اهمیت لری.

دغه سفر؛ له یو اړخ څخه کیدای شی د دؤو مهمو موضوعګانو په محور وڅرخی. یوه موضوع یی د ټروریزم بحث دئ، چی ایران، د لویدیځوالو او د هغوی د سیمه ایزو انډیوالانو ترملاتړ لاندی ټروریزم یو قربانی دئ.

دوهمه موضوع هم؛ چی په یو ډول له لمړۍ موضوع سره مرتبطه

ده؛ په نړۍ په تیره بیا د آسیا په لویدیځ کی د سولې او امنیت مسئله ده.

 د شنبی په ورځ د سپټمبر په ۲۲ نیټه؛ د اهواز په ښار کی د ترهه ګری حملې په کیدو سره، نړۍ د دی واقعیت کتونکې وه، چی ایران د ټروریزم یو قربانی دئ. له ټروریزم څخه د وسیلې په توګه استفاده کول، او د نا آرامۍ د رامنځته کولو، او وروسته له ټروریزم سره د مبارزې په پلمه، په نورو هیوادونو کی مداخله کول، د امریکی سیاست دئ.

افغانستان؛ عراق، سوریه او یمن له کلونو راهیسی د امریکی- اسرائیل او عربستان د تیریګرو سیاستونو د پلی کیدو په ډګر اوښتی دی. د دغه شوم ائتلاف محصول، د جګړې تپل او د ټروریزم پراختیا ده، چی د سیمی په ؤلسونو یی نه جبیره کیدونکی زیانونه اړولی دی. د فلسطین مسئله هم، هماغه شان زوړ ټپ دئ، او غزه په دوامداره توګه، د اسرائیلی رژیم له تیریو او تاوتریخوالو سره مخامخه ده.

د نړیوالو اړیکو په ډګر کی هم، ګڼ کړکیچونه تر سترګو کیږی، چی سرچینه او لامل یی د امریکی زیاتی غوښتنی دی. د دغه بهیر یو مثال؛ د برجام د اټمی تړون په پایمولو سره د ایران په خلاف د امریکی کار شکنۍ  دی. امریکی؛ له برجام وروسته تعاملی فضا ونشو زغملای، او هڅه کوی د تفاهم فضا، او د امنیت شورا د ملاتړ وړ یو نړیوال تړون زیانمن کړی، او د ایران د اقتصادی او سیاسی مناسباتو په وړاندی خنډ رامنځته په وجود راوړی. امریکی؛ په ګواښ او بایکاټ سره، د نړیوال آزاد تجارت پروسه درولې ده، چی د هیڅ کوم هیواد په ګټه نه ده. امریکا؛ د سیمی د تجزیه کولو په موخه، په پرله پسی توګه د سیمی د نا امنه کولو، او له تروریسټی ډلو څخه د ملاتړ کولو په لټه کی ده. پداسی حال کی چی سیمه، د پایداره نظم؛ ډله ایز امنیت او رغاونکو اقتصادی مشارکتونو ته اړمنه ده.

پداسی یو وضعیت کی، د ملګرو ملتو په عمومی اسامبوله کی د ایران د اسلامی جمهوریت د ؤلس مشر شتون، د سیمی اوسنیو حساسو شرایطو ته په پام سره، یو فرصت دئ؛ ترڅو پدغه نړیواله غونډه کی د امریکی غلیمانه کړچارونه له چلنج او مشکل سره مخامخ شی. که څه هم؛ پدغه نړیواله غونډه کی باید، د ټرمپ او د اسرائیل او عربستان په شان، د جنایت کارو رژیمونو د درواغ وینو او لاپو شاپونو انتظار هم ولرو، چی د ایران په اسلامی جمهوریت د ګزار کولو لپاره له هر فرصت څخه استفاده کوی، او له همدا اوس څخه یی د ملګرو ملتو په عمومی اسامبوله کی،

د ایران په خلاف د روانی جنګ  د سختولو په هکله تمرکز کړئ دئ.

د ایران ؤلس په ځلونو ښودلې ده، چی نور نه ګواښی؛ او د هیچا او هیڅ قدرت له خوا ګواښ نه منی.

اوس؛ د ایران د اسلامی جمهوریت ؤلس مشر، ډاکتر«حسن روحانی»، د ؤلسونو د برخلیک په هکله، د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د روښانو او شفافو دریځونو د بیانولو، او د ایران د ؤلس په خلاف؛ د غرض ناکو فضا جوړونو او القائاتو د ختمولو په موخه، نیویارک ته تللئ دئ.     

 

    

 

ټیګونه

Sep 24, 2018 17:45 Asia/Kabul
کمنټونه