• د ورزش په ډګر کې د ایرانیو لوبغاړوکامیابي د دښمن د غوسه کیدو سبب کیږي

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په بې دفاع خلکو حمله یو بزدلانه کار وباله او ټینګار یې وکړ: د اهواز د ترخې پيښې عواملو ته به سخته ګوشمالي ورکړو.

 

ایت الله خامنه اي پرون ماسپښین د انډونیشیا ددوه زره اتلسم کال په اسیایي لوبو کې د  مډال راوړونکو او ویاړ زیږوونکو ورزشکارانو په ټول کې د خالي په ورځ ترهه ګرې حملې ته په اشارې سره وویل: د راپورونو له مخې دغه بزدلانه کار د هماغو کسانو کار دی چې په هرځای کې چې په سوریه  او عراق کې ښکیل شي، امریکایان یې ژغوري  او لاسونه یې د سعودي او عربي اماراتو په لاس کې دي.

ایت ا... خامنه ای جوته کړه: دغې ترخې پیښې یو ځل بیا وښودله چې د ایران ولس د ترقۍ په لاره کې ډیر دښمنان لري.

 د اسلامي انقلاب مشر همداراز د صهیونسټ رژیم  له استازو سره له سیالۍ کولو څخه د مخالفت د علت په بیان کې وویل: اسلام ایران د انقلاب له  لومړیو صهیونسټ رزیم او د جنوبي افریقا  توکم پاله رژیم په رسمیت ونه پيژنده البته د جنوبي افریقا آپارټایډ رژیم نسکو شو او صهیونسټ دروغجن غاصب او توکمپاله رژیم به هم نسکور شي.

ایت الله خامنه ای وویل اسلامي ایران  په ورزشي سیالیو کې د غاصب صهیونسټ رژیم له لوبغاړو سره مقابله نه کوي او باوري یوو چې دا کار چې تیر کال یې علی رضا کریمي یوه بیلګه نندارې ته وړاندې کړه یوه واقعي اتلولي ده.

 د اسلامي انقلاب مشر په نړیوالو سیالیو کې د ایرانیو ښځینه او نارینه لوبغاړو مډال ګټل  د ازادو ولسونو د خوښۍ او د اسکتبار د جبهې د غوسې سبب وبلل او زیاته یې کړه: مستکبران په هر ډګر کې د ایران د ولس په کامیابۍ غوسه کیږي نو داکامیابي په حقیقت کې د ایران د ولس کامیابي او د دښمنانو د پراخې جبهې ماته ده.

 

ټیګونه

Sep 25, 2018 05:36 Asia/Kabul
کمنټونه