• د ټرمپ د برجامي کړنلارې خلاف د امنیت شورا واحد دریځ

ډونلډ ټرمپ د امریکې په مشرۍ د امنیت شورا د چارشنبې ورځې په غونډه کښې د ایران او برجام په هکله په خپله وروستۍ دریځنیونه کښې یوځل بیا د ایران خلاف خپل تیر تورونه تکرار کړل.

 

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د انتخاباتي کمپین په پړاؤ کښې او هم له ولسمشر جوړیدو وروسته تل د برجام په نامه ایټمي موافقې په هکله چې د ایران او د امریکې په شمول د ۵+۱ ډله هیوادونو ترمینځ شوې وه، انتقادي درځ غوره کړی او هغه د ترټولو بدې موافقې په توګه بولي. ټرمپ بلآخره د روان ۲۰۱۸ کال د مۍ په اتمه نیټه له دغې ایټمي موافقې د امریکې وتل او د همدې کال په آګست او نومبر میاشتو کښې د ایران خلاف د ایټمي بندیزونو په بیالګیدو ټینګار وکړ.

ډونلډ ټرمپ د امریکې په مشرۍ د امنیت شورا د چارشنبې ورځې په غونډه کښې د ایران او برجام په هکله په خپله وروستۍ دریځنیونه کښې یوځل بیا د ایران خلاف خپل تیر تورونه تکرار کړل. هغه ایران یوځل بیا د تشدد او ګډوډي په صادرولو، د ترهګرۍ په ملاتړ او د ایټمي وسلو د جوړولو لپاره د پټ پروګرام په پرمخ بیولو تورن کړ. ټرمپ مدعي شو: له ایټمي موافقې زما د وتلو وجه دا وه چې ایران له دغې موافقې په ګټه پورته کولو سره د خپلو سیمه ایزو سیاستونو لپاره ضروري مالي سرچینې ترلاسه کړې دي. ټرمپ په دې خبرې سره چې د نومبر له څلورمې نیټې د ایران په ایټمي فعالیتونو پورې اړوند ټول بندیزونه اجرايي کیږي، وویل چې له دغې وروسته به امریکا بیاهم لازیات بندیزونه ولګوي. دغه بندیزونه به له پخوا لاسخت وي څو د ایران له ځینو کړچارونو سره مقابله وکړي، هره ډله چې د دغو بندیزونو ملګرتیا ونه کړي، له ډیرو جدي پایلو سره به مخامخ شي. ټرمپ د امنیت شورا له ټولو غړو وغوښتل چې د امریکې ملګرتیا وکړي او ضمانت ورکړي چې (د ده په ادعا) ایران هیڅکله ایټم بم جوړ نه کړی شي.

خو د ټرمپ له تمې سره سره، د امنیت شورا دائیمي او غیردائمي غړو د ایټمي موافقې په هکله د امریکې د دریځ په اپوټه دریځنیونه وکړه او تقریباً ټول د یوې داسې موافقې په توګه د برجام د ساتلو غوښتونکي شول چې د نړیوالې صلحې او امنیت په خدمت کښې دی. دا د واشنګټن لپاره یوه ستره ماتې ګڼله کیږي چې د ټرمپ په شتون سره د امنیت شورا په غونډه کښې د دغې شورا غړو هیوادونو چې د اروپایانو په شان ځیني پکښې د امریکې انډیوالان او د چین او روسیې په شان ځیني پکښې د واشنګټن سیالان دي، ټولو د ایران خلاف د ټرمپ د ادعاؤ پرضد واحد دریځ نیولی او د ټرمپ د غوښتنې په اپوټه، د یوې نړیوالې موافقې په توګه د برجام د ساتنې غوښتونکي شول.

له امریکې پرته د امنیت شورا د نورو څلورو دائمي غړو په شمول د دغه ارګان زیاتره غړو هیوادونو له ایټمي موافقې د خپل پریکنده ملاتړ په اعلانولو سره، په دغه غونډه کښې د ټرمپ د غوښتنې د پوره کیدو مخه ونیوله. د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په برجام باندې د ایران پابندۍ ته په اشارې سره څرګنده کړه: فرانسه د ایټمي موافقې په هکله د امریکې د کړنلارې مخالفه ده او د اختلاف وړ ټولو مسائلو د هواري لپاره هره مذاکره باید د دې موافقې د وخت له ختمیدو وروسته بڼه ونیسي.

حتی بریتانیا چې د امریکې سټراټیجکه ملګرې ده، د ټرمپ د تمې اپوټه دریځ یې غوره کړ. د انګلستان وزیراعظمې ټریزا می هم پر ایټمي موافقې د ایران د بشپړې پابندۍ د تاییدولو په ترڅ کښې وویل: مونږ هغه نړیوال چوکاټونه نه شو پریښودی چې زمونږ امنیت تامینوي.

له بلې خوا د ۴+۱ ډلې د ختیځ لوري یعنې چین او روسیې دریځ هم د ایټمي موافقې بشپړ ملاتړ او د ایران خلاف د امریکې د بندیزي دباؤنو ترټل وو. د روسیې خارجه وزیر سرګئي لاوروف پر برجام باندې د ایران پابندۍ ته په اشارې سره وویل: روسیه د ایټمي موافقې د ساتنې او د هغې د اجرا د دوام غوښتونکې ده او د دې موافقې خرابیدل د نړیوال امنیت لپآره یو ستر خطر ګڼي.

د چین خارجه وزیر وانګ يي هم د ملګرو ملتو د امنیت شورا لخوا د برجام تایید ته په اشارې سره د تجاري او اقتصادي اړیکو د غوڅولو لپاره د امریکې لخوا د دباؤ د نه اعمالیدو غوښتنه وکړه.

په حقیقت کښې د امنیت شورا غونډه د امریکې د یوازې کیدو او د هغې د یواړخیزپالو سیاستونو د ماتې یوه بله نښه وه. دا څه چې ټرمپ په دغه غونډه کښې د امنیت شورا د دائمي او غیردائمي غړو هیوادونو د مشرانو او لوړرتبه چارواکو له خولې واوریدل، هغه څه نه وو چې د اوریدو تمه یې درلوده او ښايي همدا وجه وه چې د هغې غونډې له ختمیدو مخکښې چې په ځلونو یې د هغې په اړه په ډیر شوق سره خبرې کړې وې، ترې ووته او د غونډې مشري یې په ملګرو ملتو کښې د امریکې استازې نکي هیلی ته وسپارله.

رښتیا خو دا دي چې ډونلډ ټرمپ د ځان د مخالفو نظرونو او رایو د اوریدو زغم نه لري او همدا چاره د هغه د استکباري او بدمعاش ډوله خوي نښه ده.

 

ټیګونه

Sep 27, 2018 15:58 Asia/Kabul
کمنټونه