Dec 09, 2018 15:10 Asia/Kabul
  • د چابهار د ترهه ګرې حملې په ارتباط لس کسان ونیول شول

ښاغلی اشتری د دې خبرې په کولو سره چی د چابهار د ترهه ګرې حملې په ارتباط یو شمیر نور کسان هم پیژندل شوی دی او په خپل وخت به ونیول شی ، زیاته کړه دغه حمله به د ایران د خلکو په امنیت هیڅ اغیز ونه شیندی .

د اسلامی ایران دپولیسو قوماندان حسین اشتری نن دخبریالانو په ټول کی وویل د چابهار د پولیسو په ځیرتیا او زړورتیا سره  دغه ترهه ګره دسیسه شنډه شوه  او له دغې حملې سره اړونده یو شمیر کسان ونیول شول .

ښاغلی اشتری د دې خبرې په کولو سره چی د چابهار د ترهه ګرې حملې په ارتباط یو شمیر نور کسان هم پیژندل شوی دی او په خپل وخت به ونیول شی ، زیاته کړه دغه حمله به د ایران د خلکو په امنیت هیڅ اغیز ونه شیندی .

یوه ترهه ګر د زیارت په ورځ له چاودیدونکیو موادو ډک په یوه ګادی سره نیت درلود چی د چابهار ولسوالۍ د پولیسو په مرکز حمله وکړی خو کله چی دغه ترهه ګر د پولیسو له مقاومت سره مخامخ شو او له چاودیدونکیو موادو ډک ګاډې یې د پولیسو د مرکز په دروازه کې والوزوه . په دغه حمله کی دوه کسان شهیدان او د څو ماشومانو او ښځو په شمول ۴۲ ښاریز ژوبل شول . د چابهار د ترهه ګرې حملې  عامل هم هلاک شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه