Dec 10, 2018 12:55 Asia/Kabul
  • د ایران د لیندۍ د ۱۹ نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی ایران ولسمشر روحانی وویل د اوپک د غړو هیوادونو مقاومت د امریکالپاره یوه بله ماتې وه

جمهوری اسلامی

 

د اسلامی ایران ولسمشر روحانی وویل د اوپک د غړو هیوادونو مقاومت د امریکالپاره یوه بله ماتې وه . ورځپاڼه په دې هکله په خپل راپور کی زیاتوی چی حسن روحاني د حکومتي کابینې په غونډه کښې د اوپک د وروستۍ غونډې په هکله د ایران د تیلو د وزیر بیژن زنګنه د رپورټ له اوریدو وروسته څرګنده کړه: د اوپک په چارو کښې د لاسوهنې لپاره د امریکې د هلوځلو او د تیلو په ډګر کښې د تعادل د رامینځته کیدو د مخینوي لپاره یې د هڅې باوجود د اوپک د غړو هیوادونو په مقاومت او د اسلامي ایران په کوشش سره، د امریکایانو پلان شنډ شوو او هغوي یوه بله ماتې وخوړله.

د تیلو د صادرونکو هیوادونو د سازمان (اوپک) غړو هیوادونو تیره جمعه په ویانا کښې موافقه کړې وه چې خپل تولید به په ورځ کښې اته لکه بیرله کموي، همداشان هغو هیوادونو چې په اوپک کښې نه دي شامل، د تیلو په تولید کښې د څلور لکه بیرلو د کمي په سر موافقه وکړه.

ایران، ونزویلا او لیبیا په دغې موافقې کښې له ګډونه معاف کړی شول.

د ویلو ده چې امریکې له دې مخکښې د تیلو د صادرونکو هیوادونو په سازمان (اوپک) کښې له خپلو انډیوالانو په تیره بیا عربستانه غوښتي وو چې د خپلو تیلو تولید زیات کړي.

فرانسې  او جرمنی له ایران سره دځانګړی مالی لارو چارو په اړه موافقه وکړه .

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف وویل مونږه د بدماشو زورویونکیو پرځای پیاوړی سیمې ته اړتیا لرو .

 اردون ته د عربستان د ولیهعد بن سلمان سفر لغوه شو .

د فرانسې خارجه وزیر وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ دې د فرانسې په داخلی چارو کې لاس وهنه نه کوی .

د ملګرو ملتو سرمنشی وایی  په نړۍ کې په کال کې فساد دوه ټریلیونه او ۶۰۰ میلیون ډالره لګښت لری .

د افغانستان دفاع وزارت وایی چی له پوځ سره په نښته کې ۳۳ طالبان وژل شوی دی .

 سنډې ټایمز لیکی د عربستان د باچاهۍ کورنی غړی له ولیعهد په وحشت کې ژوند کوی .

د پاکستان د سند صوبې د مرکز کراچۍ په ګلستانِ جوهر سیمه کښې د یو بم د چاودیدو له امله شپږ کسان زخمي شول .

د اسلامی ایران دپولیسو قوماندان حسین اشتری وویل د چابهار د پولیسو په ځیرتیا او زړورتیا سره  دغه ترهه ګره دسیسه شنډه شوه  او له دغې حملې سره اړونده لس  کسان ونیول شول .

 

اطلاعات

 

د فرانسې د ناارامیو څپې پینځه اروپایی هیوادونو بلجیم ، انګلستان ، ایټالیا ، هنګری  او صربستان  ته هم ورسیدې .

د امریکا جمهوری غواړې سناتور ګراهم وایی که امریکا نه وای نو سعودیانو به اوس په فارسی خبرې کولې .

د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې د افغانستان د سولې پریکړه لیک تصویب شو . په دغه اسمبلۍ کې د موجودو هیوادونو له ۱۲۷ استازیو ۱۲۴ هیوادونو مثبته رایه ورکړه خو روسیې ، لیبیا او زمبابوې دغه پریکړه لیک ته سپینه رایه ورکړه .

په ملګرو ملتو کې د روسیې دایمی استازی واسیلی نبینزیا په دې هکله وایی چی د پریکړه لیک په متن کې له افغانستانه ناسم انځور ورکړل شوی دی ځکه چی د افغانستان حالات په بدتره کیدو دی .

 

خو په ملګرو ملتوکې د افغانستان دایمی استازی  محمود صیقل د روسیې د استازی د نیوکو په ځواب کې وویل کابل په افغانستان کی د سولې د ټینګولو لپاره له هر ډول هلو ځلو ملاتړ کوی .

روسیه خبردارې ورکوی که ملګری ملتونه د افغانستان د حقیقی انځور په نظر کې له نیولو پرته د افغانستان په اړه فیصله وکړی د جنګ د ختمولو لپاره به هلې ځلې بله بندون سره مخامخ شی او د ملګرو ملتو باور به هم کم شی .

اسلام اباد وایی له امریکا سره د متقابل درناوی په اساس خپلې اړیکی تنظیموی . پاکستان خارجه وزیر ویلی دی چی هیواد یې د متقابل درناوی او برابرۍ د اصولو په اساس له امریکا سره په خپلو اړیکو کې بیا کتنه کوی . ده وویل پاکستان په هغه بڼه کې له امریکا سره خپلې اړیکی تنظیموی چی دغه اړیکی د متقابل درناوی او برابرۍ په اساس وی او اسلام اباد وکولې شی مقابل لوری ته خپل دریځونه وړاندې کړې شی .

د یمن انصا ر ا... عربستان ته په خطاب کې وویل سټاک هوم ته د سولې لپاره راغلی یو نه تسلیمدو لپاره .

د اسراییلو ټیلی ویژیون په ډاګه کړه  د نتانیاهو هدف له عربستان  سره د څرګندو اړیکو رامینځته کول دی .

 

دایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف وویل امریکایانو سیمه د باروتو په ډپو بدله کړی ده چی دا د هغه ډیر خطرناک سیاست ښودنه کوی چی هغو یې په مینځنی ختیځ کې تعقیبوی .

ښاغلی ظریف دسیمې د داخلی ارتباطاتو او ترهه ګرۍ د چیلنجونو په اړه زیاته کړه دغه سیاست سبب شوی دی چی مینځنی ختیځ د ډیرو پرمختللیو وسلو په ډپو بدله شی  چی له بده مرغه د سیمې له امنیت او سولې سره هیڅ مرسته نده کړی .

ښاغلی ظریف همداراز د ایران پرضد د امریکا د توغندوی تورونو په اړه وویل امریکایانو هره هڅه کړی ده چی د ایران او اروپا په اړیکو کی خنډ رامینځته کړی  او حتی له دې مخکې چی د ایران او اروپا اړیکی  په خطر کی واچوی د هغو هڅه دا ده چی سیمه ایزې مسلې اپوټه وښی .

د ایران خارجه وزیر وویل په امریکایی ورځپاڼو کې مې لوستلی دی چی په یمن کی د القاعده او په سوریه کی د داعش په لاس کې  امریکایی وسلې دی او دا هغه خطره ده چی تل مینځنی ختیځ ګواښی .

 

کیهان

 

د لبنان حزب ا... صیهونیسټ رژیم ته په پیغام کی ویلی دی چی  تاسو سره د ورمیګ له رګې زیات نږدې یو .

 جنوبی کوریا وایی چی د ایران بازار په هر ډول چی وی ځان لپاره ساتی .

د قطر امیر او عمان باچا د فارس خلیج د ملګرتیا شورا په غونډه کی ګډون ونکړ .

په سویډن کې د یمن دسولې په خبرواترو کې د ملی نجات حکومت یوه غړی سلیم المغلس د دغو خبرو په څنډې کې روښانه کړې ، دیمن دمستعفی او فراری حکومت مرکچی ټیم په دغو خبرواترو کې د فیصلې کولو هیڅ قدرت نه لری او دیمن د ملی نجات حکومت مرکچی ډله سعودیانو او اماراتیانو ته د مسئلو په منتقلولو کې په دغه ټیم هیڅ اعتماد نه لری .

 

ایران د افغانستان دسلامتیا له نظام سره ملګرتیا ته چمتو دې . د ایران په سیستان او بلوچستان کې د زاهدان د درملیزو روغتیایی خدماتو او طبی علومو پوهنتون مشر د افغانستان د سلامتیا له نظام سره د ملګرتیا د لوړولو لپاره د نوموړی پوهنتون د چمتووالی خبر ورکړ .

ښاغلی محمود هاشمی شهری په زاهدان کې د افغانستان له کونسلر عبدالرحیم نیک پور سره په کتنه کې زیاته کړه د ایران او افغانستان ترمینځ کلتوری  او جغرافیایی نږدی توب او د درملنې او روغتیا په برخه کی له ارزښتمنو ظرفیتونو او امکاناتو د سیستان او بلوچستان برخمنیدا د سلامتیا په حوزه کی د ملګرتیا لپاره کم ساری فرصتونه رامینځته  کړی دی .

د افغانستان کونسلر نیک پور هم د چابهار د ترهه ګرې حملې په غندلو او د دغه جنایت د شهیدانو او ژوبلو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره په اسلامی ایران کې د افغانستان ښاریزو ته د خدماتو د وړاندی کولو له دوام قدرونه وکړه .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه