Dec 10, 2018 13:09 Asia/Kabul
  • د فلسطین مظلوم خلک د اسلامی امت د دفاع بیرغ په مظلومانه ډول په اوږو لری او هماغه راز به  یې رپولو ته دوام ورکړی .
    د فلسطین مظلوم خلک د اسلامی امت د دفاع بیرغ په مظلومانه ډول په اوږو لری او هماغه راز به یې رپولو ته دوام ورکړی .

زمونږخبریال وایی په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښودسلاکار او د اسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې مشر علی اکبر ولایتی وویل دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقداماتو ټولګه دهغه سناریو نندره ده چې په امریکا واکمن نظام هغه لیکلی ده .

په نړیوالو چارو کښې د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی ډاګینه کړه د وخت تیریدا وښودله چې په تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو کښې دغه نړیواله ادعا کونکی (امریکا) نه ده توانیدلی چې خپل سیاستونه په نورو هیوادونو وروتپی او له دې وروسته به هم همداسې وی .

داسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې مشر علی اکبر ولایتی دغه راز وویل د فلسطین مظلوم خلک د اسلامی امت د دفاع بیرغ په مظلومانه ډول په اوږو لری او هماغه راز به  یې رپولو ته دوام ورکړی .

 

ټیګونه

کمنټونه