Dec 16, 2018 04:59 Asia/Kabul
  • ظريف: د ايران په توغنديو خبرې اترې نه شي کېدې

د ايران خارجه وزير په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران توغندي دفاعي او مخنيونکے اړخ لري وويل، د ايران د توغنديو په موضوع خبرې اترې نه شي کېدې.

محمد جواد ظريف د دوحې د پرونۍ غونډې ترڅنګه د قطر له الجزيره چېنل سره په مرکه کښې وويل، ايران  د اېشيا د لويديځ سيمې له هېوادونو ډېرې کمې پېسې په فوځي چارو لګوي.

هغه په دې اړه چې ايران د بالېسټک توغندي په آزمائلو سره د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک خلاف ورزي کړې ده د امريکائي چارواکو د ادعا په ردولو سره وويل، امريکايانو له برجامه په وتلو سره په واضحه توګه د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د ۲۲۳۱ پرېکړليک خلاف ورزي کړې ده نو ځکه هغوي په داسې پوزيشن کښې نه دي چې د دغه پرېکړليک په اړه خبره وکړي.

د ايران خارجه وزير وويل، د ملګرو ملتو د امنيت شورا ۲۲۱۳ پرېکړليک ايران د توغنديو له آزمائنې نه منعې کوي بلکه هغو توغنديو ته چې د اېټمي خويلو د وړلو لپاره طراحي شوي وي اشاره لري.

محمد جواد ظريف دا خبره په ګوته کړه چې برجام او د ملګرو ملتود امنيت د شورا ۲۲۳۱ پرېکړليک د دې موضوع په باره کښې چې ايران د اېټمي وسلو په لټه کښې نه دے خپله ريښتينولي ثابته کړې ده او دا يعنې چې هغه توغندي چې ايران يې آزمائي د دغه پرېکړليک خلاف ورزي نه کوي.

د ايران خارجه وزير د دې په بيانولو سره چې نړيواله ټولنه غواړي چې برجام باقي پاتې شي وويل، امريکې هر هغه څه چې يې کولې شول د برجام د کمزوري کولو او ختمولو لپاره ترسره کړي دي خو نړيوال د امريکې آمريت او بدمعاشي نوره نه مني.

 

ټیګونه

کمنټونه