Dec 16, 2018 07:30 Asia/Kabul
  • د امام حسن عسکري عليه السلام ميلاد ټولو ته مبارک شه

نن د ربيع الثاني يا دويمې خور د مياشتې اتمه نېټه د منجي موعود حضرت امام مهدي (ع) د زېري ورکونکي حضرت امام حسن عسکري (ع) د ميلاد کليزه ده.

د ايران خلق په دې مبارکه ورځ د خپلو ښارونو په سينګارولو، د مراسمو په جوړولو او د  شېرينۍ، چاے او شربتونو په وېشلو سره جشن نمانځي.

حضرت امام حسن عسکري (ع) د ۲۳۲ هجري قمري کال د ربيع الثاني يا دويمې خور د مياشتې په اتمه نېټه په مدينه منوره کښې دنيا ته تشريف راوړۀ.

دغه قدرمن امام شيعه يا جعفري مکتب په بيانولو او د مختلفو ديني شبهاتو په ردولو سره د اسلام د مبين دين حفاظت او پراختيا ته د همت ملا وتړله او د آخري امام حضرت امام مهدي (ع) د امامت په زمانه کښې د مسلمانانو د ذمه واريو په بيانولو سره هغوي د دغه وروستي معصوم امام د غېبت د دوران لپاره چمتو کړل.

د نړۍ د شيعه مسلمانانو يولسم امام د قرآن مجيد بې مثاله مفسر ؤ او د خپل امامت په دوران کښې يې د دغه آسماني کتاب د تفسير صحيح طريقه خلقو ته روښانه او د منجي موعود د راتلو د زيري په ورکولو سره يې مسلماناان د اسلام لوړ آئيډيالونو او ارامانونو ته رسېدو ته هيله من کړل.

امام حسن عسکري (ع) د ماشومتوب په دوران کښې د خپل پلار بزرګوار حضرت امام علي نقي (ع) د علم او پوهې له سرچينې برخور شو او په ۲۲ کلنۍ کښې د پلار په شهادت سره د امامت درون پېټے تر شپږو کلونو يعنې تر خپل شهادت پورې په غاړه واخېست.

د دغه قدرمن امام د ژوند دوران د معتز، مهتدي او معتمد په شان عباسي خليفه ګانو له حکومت سره په يو وخت ؤ نو ځکه هغه ګران امام د ساډوبۍ د دوران او محدوديت باوجود په تدبير او صحيح  روزنو سره د مسلمانانو د بېدارۍ او يووالي لپاره هلې ځلې وکړې.

مونږ د حضرت امام حسن عسکري (ع) د نېکمرغه ميلاد په موقع د نړۍ ټولو مسلمانانو په خاصه توګه د محمد (ص) او آل محمد (ص) پېروکارو او مينه والو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.

 

ټیګونه

کمنټونه