Dec 16, 2018 11:12 Asia/Kabul
  • د امنیت شورا  د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په وړاندې د امریکا په دریځ د ظریف نیوکه

ظریف دې ته په اشارې سره چی نړیواله ټولنه غواړی ایټمی موافقه پاتې شی ، وویل امریکا هر هغه څه کړی دی د ایټمی موافقه کمزوری او له مینځه یوسی ، خو نړیوال به د امریکا بدماشی ونه منی

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  له الجزیره خبری چینل سره په خبرو کې د ایران له لوری د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د خلاف ورزۍ په اړه د امریکایی چارواکو ادعا رد کړه .

د ایران خارجه وزیر چی د دوحې په نړیواله غونډه کې د ګډون او وینا لپاره قطر ته سفر کړی دی ، په دغه مرکه کې د دې خبرې په کولو سره چی امریکا له ایټمی پروګرام په وتلو سره په ډاګه د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزی کړی ده ، ټینګار وکړ هغو په دې موقعیت کې ندی چی د دغه پریکړه لیک په اړه خبرې وکړی .

ظریف دې ته په اشارې سره چی نړیواله ټولنه غواړی ایټمی موافقه پاتې شی ، وویل امریکا هر هغه څه کړی دی  د ایټمی موافقه کمزوری او له مینځه یوسی ، خو نړیوال به د امریکا بدماشی ونه منی .

هغه سیاست چی امریکا په سیمه او ایران پرضد پر مخ نیولې دی ، په سیمه او نړۍ کې د لاس وهنې او کړکیچ رامینځته کونې په اساس دی .

اوس هم د سیمې وضعیت په هماغه لاره دې چی امریکا په چټی تورونو سره په سیمه کی د خپلې لاس وهنې په سپیناوی  پسې ده . ناسم انځور وړاندی کول کیدلې شی د لنډې مودې او په موقته توګه   ذهنونه په سیمه کی د امریکا له حقیقی هدفونه لیرې وساتی خو دغه سیاست په نهایت کې په سیمه تپل شویو کړکیچونو له اواری سره هیڅ مرسته نه کوی .په دغو کړکیچ جوړونو کې  د اصلی عامل په توګه  د امریکا په رول سترګې نشی پټیدلې . امریکا په داسې حال کی چی پخپله د اسیا په لودیځ کې لاس وهنه  کوی ،  ایران د شسیمې په چارو کې په لاس وهنې تورنوی .

د ایران خارجه وزیر په دوحه کې جوته کړی ده ، ایران هر چیرته چی پوځی سلاکاران ورلیږلی دی  ، د هغه هیواد د رسمی دولت په غوښتنه دی او ایران یوازې هغه وخت له سوریې ووځی چی د دغه هیواد دولت یې غوښتنه وکړی .

امریکا په ایران په تور لګولو سره په خپل ګومان  له حقیقتونو د ذهنونو د غړولو لپاره ساده لاره پرمخ نیولی ده .

امریکایی نظریه ورکونکې  نوام چامسکی د امریکا د دغه سیاست په شننه کې وایی ، د امریکا سټراټیجیک هدف  له ایران سره  مقابلې  لپاره د اسراییلو او عربی هیوادونو پراختیایی ایتلاف پیاوړتیا ده  ځکه چی ایران په سیمه کی د امریکا له سلطه غوښتنې سره مقابله  او د تاوتریخوالی لپاره د اسراییلو ازادی محدودوی .

امریکا په سیمه کی دخپلې لاس وهنې د توجییه لپاره د سیمې د ځینو هیوادونو په وسیله کړکیچ رامینځته کوی  او دغو کړکیچونو ته لمن وهی . له بده مرغه له دغه بهیر سره یو ځای د فارس خلیج د حوزې ځینې عربی هیوادونه  د میلیاردونو ډالرو په اخیستلو سره نیابتی جنګونو ته مخه کړی ده چی په سوریه او یمن کې یې د خواشینونکیو نتیجو شاهدان یو .

ښاغلی ظریف په دې زمینه کې جوتوی چی عربستان او امارات له امریکا او انګلستان په وارداتی وسلو سره  یمن په جهنم بدل کړی دی او د دغه هیواد په لسګونو زره کسان نیغ په نیغه د سعودی ایتلاف په  هوایی حملو کې وژل شوی دی .

په دوحه کې د ظریف څرګندونې ښکاره پیغام لری . د سیمې هیوادونه باید هڅه وکړی له دغو چیلنجونو تیر شی او د حقیقی امنیتی ترتیباتو د رامینځته کولو په لور حرکت وکړی .

 

ټیګونه

کمنټونه