Feb 05, 2019 17:13 Asia/Kabul
  • دسباؤن لسیزه دې پر ټولو مبارک وی

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې دځلانده یون د لړۍ دساؤن لسیزې دلومړۍ ورځې او د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د جشنونو دپيل په مناسبت له مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده ترپایه راسره ملهّ ووسئ.

دوستانو د سلواغې دمیاشتې دولسمه نیټه،یعني دفرورۍدمیاشتې لومړنۍنیټه د ایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب دجشنونو له لومړنۍ ورځې سره برابره ده .په دغې ورځې   داسلامی  انقلاب  ستر لارښود حضرت امام خمیني  له پنځلس کلنۍجلاوطنۍ وروسته خپل هیواد ته راستون شو. د ۱۳۵۷لمریز کال دی... په شپږویشتمه نیټه د ایراند دیکتاتور پاچا  محمد رضا شاه پهلوي له تښتيدا وروسته ،امام خمیني  ایران  ته د راستنیدو په تکل کې ؤ چې دپاچا رژيم  وروستي تالي څټي لومړي وزیر شاه پوربختیار دایران د درستو هوائي ډګرونو په تړلو سره نیت درلود،څو  ایران ته د امام خمیني د راتګ مخه ونیسی .محمد رضا پهلوي  داسلامی انقلاب  بریالیتوب ته  لا  درې میاشتې پاتې وې چې  په درو بیلابیل¸کړ چارونو سره ئې  درې صدر اعظمان  وټاکل څو، وتوانیږي  خپل تاج او تخت وساتي ،خو  یوه تدبیر  ئې هم د  پاچائي نظام په خلاف د ولس  دڅپانده سمدر د څپو مخه ونه نیول شوه . دملی پخلاینې دحکومت  په نامې سره  د  جعفر شریف امامي   او د جنرال  ازهاری دپوځي حکومت دکابینو په نسکوریدا پسې ،د صدراعظمۍ په ګدۍ شاه پور بختیار کيښناست، بختیار  هم دکابینې له جوړلو وروسته  درې غوره موخې  تعقیب کړې .  د کاربندیزونو ختمول ، دعمومي آرامښت او  نظم ټينګول ، دریمه موخه هم  له امام خمیني سره روغه جوړه کول . هغه خپل یو پروګرام دهغو کاربندیزونو ختمول اعلان کړ، چې دحکومت په ټولو  اورګانونونو او ادارو کې   دجنرال ازهاري  دحکومت په پاي کې  دپراختیا په حال کې وو.  خو بختیار ونه توانید دکاربندیزونو مخه ونیسي  اوکه  له امریکا تازه  د وارد شوي  جنرال  رابرت هایزر  مرستې او د هغه په وسیله له بهره  چاپ شوي پيسې  نه وائ ،نو حتی  نه توانید  دخپلو پوځیانو تنخواګانې ورکړي .

د شاه پوربختیار د اوه دیرش ورځني حکومت  یوه ترټولو مهمه پيښه ، ایران ته د  حضرت امام خمیني دبیرته ستنیدا د مخنیوي لپاره د درستو هوائي ډګرونو بندول وو،خو  په تهران او نورو ښارونو کې د میلیونونو خلکو  مظاهرې  اواعتراضونو   د هوائي ډګرونو په پرانیستو او  هیواد ته دامام خمینی  په تاریخي راستنیدا کې  دشاه پور بختیار لپاره هیڅ چاره پرې نه ښودله .  دمیلیونونو ایرانیانو په تاریخي هرکلي کې  ایران ته  له راستنیدا  وروسته ، حضرت امام خمینی، دتهران په جنوب کې  د   داسلامی انقلاب دشهیدانو  په هدیرې کې په یوې ولولناکې اوویاړمنې وینا کې  وفرمائيل؛ زه د دغه ملت په ملاتړ سره  حکومت ټاکم .

Image Caption

 

په حقیقت کې د حضرت امام خمینی  دسیاسی پروګرامونو اعلان او  دانقلاب دشورا  ټاکل ،  دقدرت منتقلول او د هیواد دسیاسی نظام دبدلولو رودې ، دبختیار د حکومت بحران او د هغه د ملاتړو پوځيانو  لالهاندی  نوره هم زیاته کړه .

           اسلامی ټاټوبي ته د حضرت امام خمینی بیرته راستنیدا، دایران د اوسمهال تاریخ یوه ترټولو تل پاتې  او ولوناکه  ورځ ده چې  دټولنې  د بیلابیلو پرګنو  له بې مخینې هرکلي سره  یو ځای شوه . هغه پرتمینې شیبې چې  له کلونوکلونو دوامدارې  او حق غواړي مبارزې  وروسته راوپنځول شوې ، اوپه هیواد کې ئې  د آزادۍ اوخپلواکۍ یوه خوندوره  وږمه  پراخه کړه .   د ارواښاد امام خمیني جانشین  حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي   داسلامی انقلاب په بریالیتوب کې د  امام خمینی دمقام  په بیانولو کې فرمائي ؛ هر چرته چې  دامام خمینی نامه شته ،نو داسلامی انقلاب نامه  هم مطرح ده . دا دواړه به ، دتل لپاره د اسلام  او نړۍ په تاریخ کې  ،سره یو ځاي ثبت ،ضبط،تجزیه او تحلیل شي  او  په هماغه اندازه چې   تاریخ ، اسلامی انقلاب  او دهغه له امله اغیزو او پایلو ته  اهمیّت ورکوي ،  په هماغه اندازه  او شاید له دې هم لازیات ، د امام خمینی   لپاره عظمت ته قایل  کیږي ، ځکه  هغه  د دغه پرتمین انقلاب  بنسټګر او د  ستنو کړۍ   ګڼي .

Image Caption

 

            باید په روښانه ډول ووئيل شي،چې دغه تاریخي پيښه  له بصیرت، استقامت،سرښیندنې،اوځيرې واکوالۍ پرته او همداراز دهغې د رامینځةکیدا  د امکان  د بریالیتوب لپاره  دهغې د  روحاني رهبرۍ له کلک هوډ  پرته  ئې هیڅ وجود نه ؤ .  د  امام خمیني  په لاس داسلامی انقلاب  لارښونه او رهبرۍ   په اوسمهال تاریخ کې بې مخینې  ده .  ډير کم متفکرانو او  روڼ اندو فکر  کاوه چې   دامام خمیني  نوی  راپورته  شوی غورځنګ په هغه پړاؤ کې او  په خاصو اجتماعي ، سیاسی اواقتصادي شرائطو سره  په یوه ستر انقلاب  ختم شي .  په دوو اړخونوکې  دامام خمیني   رول ډير اساسی او  اغیز من ؤ، یو د هغه شخصیتي اړخ ؤ او  او بل هم   هغه اصیل مکتب او لیدتوګه چې احیاء ئې کړه . اساسا  دنړۍ په  درستو انقلابونو او پاڅونونو کې رهبري  دخلکو او  آئيډیالوژۍ ترڅنګ  د بریالیتوب  دمثلث یو اړخ دی .  دامام خمیني  شخصیّت  په ټولو اړخونو کې  استثنائي او غوره ؤ  ،  لوړ همت،  لوي هدفونه ،  ایمان او نه ستړیکیدونکي حوصله او توکل ، یوه الهي  او پیاوړي  اراده  ، تقوا ، هوښیار صبر  او  صفا  او خالص عبودیّت ، زهد او تقوا ، روښانه ژبه ،  روحاني او معنوي صفا ، دوراندیشي  اولرلید او حکمت ،له هغه ،یوځلانده، عبادت ګوزار  او  مخلص  شخصیّت   جوړ کړ  چې  وتواتنید،دخلکو په زړونو کې نفوذ وکړي،ملت  سره متحد کړي  او  هغوي ټول له انقلاب سره غږمله کړي.  داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي  د  ارواښاد امام  د شخصیّت  په بیانولو کې  په یولړ  څرګندونو کې   فرمائي ؛ د مونږ ارواښاد او بزرګوار   امام  او لوي رهبر ،  په درست عالم کې  یوه ځلانده څيره وه او حقیقتا  د هغه په شان مو  نه  په دغې زمانې کې  او نه هم په تیرو زمانو کې څوک لیدلی دی  او  دنبیانو او اولیاؤ  علیهم السلام  وروسته  د دنیا په مشهورو شخصیتونو اوڅیرو کې  په دغه عظمت او  مثبتو خصوصیاتو او  جامع الابعاد  او جامع الاطراف  لرونکي صفا سره  هیڅ شخصیت نه دی لیدلی .  د ما په اند،د هغه بزرګوار  تر ټولو ټاکونکی او مهم  راز ،  له خداوندمتعال سره دهغه یوځاي کیدا ، توجه او   هماغه اخلاص ؤ .

Image Caption

 

 دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو د سباؤن لسیزې  د پیل  په ورځ  دتهران  ریډیو درست کارکونکي  یو ځل بیا درستو پتمنو او په تیره بیا تاسو خوږو عزیزانو ته  د زړه له کومې مبارکي وائي  او  همدې سره  زمونږ د دغه مطلب  وخت هم پاي ته رسیږي او  له تاسو هم تر بل مطلب پورې اجازت غواړو.

 په دې هیله چې  روغ  جوړ او  خوشاله ووسئ .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************

 

ټیګونه

کمنټونه