Feb 19, 2019 06:02 Asia/Kabul
  • دعادل جبیر خبرو ته د ایران د خارجه وزارت د ویندویي ځواب

د ایران د خارجه وزارت ویندویي وویل : د سعودی دولت د بنسټ پاله تفکر د زیږنځای په توګه چې  په نړۍ کې د منظمې ترهه ګرۍ صادروونکی د، د نورو هیوادونو د تورنولو هیڅ صلاحیت نه لري.

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې بهرام قاسمي بیګا پاکستان ته په سفر کې د عربستان د بهرنیو چارو د وزیر د  سلاکار عادل الجبیر  په غلیمانه خبرو په غبرګون کې وویل : د سعودي مقاماتو له کرکې ډکې خبرې ، دا واقعیت نه شي بدلولی چې  په نړۍ او سیمه کې د تکفیري ترهه ګرۍ واقعي  پلار د هغه له دولته پرته بل څوک نه دي.

د ایران د خارجه وزارت ویندویی وویل: الجبیر باید  بې رحمه او انسان وژونکو ډلو په جوړولو او خپرولو کې د ریاض  له روله د عمومي افکارو دغړولو په ځای  د عربستان به دولتي جوړښت کې دننه او  په یمن او نورو هیوادونو کې  د عامو خلکو د وژلو او د خپلو جوړو ترهه ګرو ډلو د جنایتونو ځواب ووایي.  

 

ټیګونه

کمنټونه