Feb 19, 2019 13:03 Asia/Kabul
  •   دایران په باب دعربستان دخارجه وزیرخبرې دحقایقو پټول دی

په پاکستان کې دایران سفیر دایران په جنوب ختیځ کې په سیستان او بلوچستان کې ترهه ګرې حملې ته په اشارې سره وئیلی دی ،دغه حمله دسیمې له مرتجعو رژیمونو سره اړونده ترهه ګرې ډلګۍ له خوا او له خپلو ګاونډیانو سره دایران د اړیکو دخړپړولو او دبې باؤرۍ دفضا د رامینځةکولو په موخې سره ترسره شوی ده

زمونږخبریال راپور راکړ پاکستان کې د ایران  داسلامی جمهوریت  سفیر مهدی هنر دوست  ددې خبرې په کولوسره چې  ایران  دترهه ګرۍ او افراط پالنې  اصلی قربانی دی ، وئیلی دی،دعربستان دمرستیال خارجه وزیر عادل الجُبیرتکراری ادعاګانې د حقایقو د اپوټه بریښولو لپاره د سعودیانو  بې ګټې هڅه ده .

 د عربستان مرستیال خارجه وزیر عادل الجبیر  پرون  په اسلام اباد کې د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشی سره په ګډ خبری کنفرانس کې  له ترهه ګۍ د ایران دملاتړ مدعی  شوی دی .

 مهدی هنر دوست نن په اسلام اباد کې په یولړڅرګندونو کې وئیلی دی،دسعودی چارواکی  عادت لری،چې په دوامدار ډول  دایران په نسبت وهمونه او تورونه  په خولې کې ولری .

  په پاکستان کې دایران سفیر روښانه کړې ،  اسلامی ایران  په تیرو څلویښتو کلونو کې  د ترهه ګرۍ  او افراط پالنې  یو اصلی قربانی دی او له دغې سپیرې بلا سره په مقابلې کې  ئې  ډیرې معنوی او مادی لګښتونه  وړاندې کړی دی .

 په پاکستان کې دایران سفیر همداراز دایران په جنوب ختیځ کې په سیستان او بلوچستان کې ترهه ګرې حملې ته په اشارې سره وئیلی دی،دغه حمله  دسیمې له مرتجعو رژیمونو سره اړونده ترهه ګرې ډلګۍ له خوا او له خپلوګاونډیانو سره د ایران د اړیکو دخړپړولو او دبې باؤرۍ دفضا د رامینځةکولو  په موخې سره ترسره شوی ده  

 

ټیګونه

کمنټونه