Feb 19, 2019 16:32 Asia/Kabul
  • د استکبار د جبهې په وړاندې د اسلامي جمهوري نظام په اقتدار باندې د انقلاب د معظم رهبر ټینګار

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت اللہ العظمی سید علي خامنه اي د آذربایجان شرقي ولایت د زرګونو خلکو په کتنه کښې د ایران اسلامي جمهوري نظام په ډیر غوره موقعیت کښې او د استکبار جبهه چې په سر کښې یې امریکا ده، په ډیرو کمزورو شرایطو کښې وبلله.

دوي د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې سږ کال د سلواغې د دوویشتمې نیټې ستر لاریون ته په اشارې سره وویل: بې شکه چې د ایران ولس له ډیرو سختیو تیر شوی دی او د مشکلاتو په وړاندې دریدلی او له استکبار سره د مقابلې په ډګر کښې هم نن سبا له تیر وخته ډیر ښه شتون لري. دا بریاوې د مخ په وړاندې خوځښت د دوام لپاره او د اسلامي انقلاب د ژوند په تازه وخت کښې یوه ډاډمنه تکیه ګاه ده. ایران اوس له بندیزونو او چیلنجونو سره سره په ډیرو ډګرونو کښې په یو باثباته موقعیت کښې دی او په سختیو باندې د برلاسي توان لري او د طبیعي او انساني وړتیاؤ له نظره کم ساری دی او خپلې لارې ته په کامیابۍ او اطمینان سره دوام ورکولی شي. که څه هم دې لوړ موقعیت ته رسیدل په تیره بیا د امنیت په ډګر کښې ګران او لګښت لرونکي پاتې شوي دي. حضرت آیت اللہ العظمی خامنه اي په دې لړ کښې د جنایتکارو رژیمونو د ملاتړ وړ ترهګرو په لاس د ایران د امنیت او پولو د ساتونکو یوه ډله ځواکونو شهادت ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ: دا شهادتونه باید مونږ هوښیار او پوه کړي چې د هیواد امنیت د غوره ځوانانو د وینې په بیه ترلاسه کیږي او ټول باید د دې سرشیندنې قدردانه ووسو.

البته داسې ډیر وجوهات شته چې ښودنه کوي د امریکې قدرت او اقتدار او په دنیا کښې یې دبدبه مخ په زوال ده او ننی امریکا، د څلور لسیزې پخوانی امریکې په پرتله ډیره کمزورې ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې هکله وویل: د امریکې د کمزوري عقل خاوندو واکمنانو، خپلو ځینو انډیوالو حکومتونو او ځینو کمزورو او ویریدلو حکومتونو ته د ورشو په غونډه کښې د ګډون او د ایران خلاف د فیصلې کولو بلنه ورکړه خو دغه غونډه هیڅ نتیجې ته ونه رسیده او دا ټوله د کمزورۍ نښه ده او دښمن چې کله د کمزورۍ په حال کښې په غصه شي نو جنجال جوړوي او کنځلې کوي.

شک نشته چې استکبار او په سر کښې یې جنایتکاره امریکا د ایران د ولس په وړاندې دریدلې ده. امریکايي چارواکو هم په پخوا او هم اوس د ایران د زیانمنولو لپاره هر څه چې کوی شول، کړې یې دي خو دا دسیسې نه دي توانیدلې چې د ایران ولس د خپلې لارې له دوامه منعه کړي. د دې معادلې تحلیل هغه مهم ټکی دی چې د انقلاب معظم رهبر ورته اشاره وکړه او ویې ویل: د ایران جمهوري اسلامي نظام په ډیر غوره موقعیت کښې او د استکبار جبهه چې په سر کښې یې امریکا ده، په ډیرو کمزورو حالاتو کښې ده.

د معظم رهبر دې وینا په حقیقت کښې د ډاډمن راتلونکي په لور د ایران د ولس د خوځښت لاره ښايي. بې شکه چې دا لاره داسې روښانه اهداف لري چې د خپلواکۍ او او په کورنیو توانمنیو باندې د تکیې او په عین حال کښې د بهرنیو اړیکو په ډګر کښې د غولونکو سیاستونو په وړاندې د هوښیارۍ په بنیاد ولاړ دي. په دې لړ کښې انقلاب د معظم رهبر وینا واضحه او روښانه ده. دوي د لویدیځ چل ول او دوکو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د امریکایانو نیت معلوم دی ځکه چې توره یې راخیستې ده خو باید له اروپایانو هوښیار ووسو ځکه چې هغوي په چل ول سره عمل کوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه

کمنټونه