Mar 12, 2019 14:36 Asia/Kabul
  • عراق ته دایران د ولسمشر حسن روحاني سفر په سیمه او نړۍ کښې مهم سیاسي پیغامونه هم درلودل .
    عراق ته دایران د ولسمشر حسن روحاني سفر په سیمه او نړۍ کښې مهم سیاسي پیغامونه هم درلودل .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د عراق د ولسمشر برهم صالح او د لومړی وزیر عادل عبدالمهدی په رسمی بلنه د یوه(۱) سیاسی او اقتصادی پلاوی په مشرۍ د درې (۳) ورځنی سفر لپاره بغداد ته تللی دی .

ډیرې سیاسی څارونکی عراق ته د ایران دولسمشر حسن روحانی تاریخی سفر د تهران او دبغداد په اړیکو کښې د بدلون پیچومی ګڼی .

داسې سفر چې د عراق او د ایران د دوو (۲) ملتونو د بدغواړو او د امریکا له منفی تبلیغاتو سره سره دایران د اسلامی جمهوریت عزت او محبوبیت یې دښمانانو وروښود .

دغه سفر د ایران له ولسمشر حسن روحانی څخه د عراق د ولسمشر برهم صالح په رسمی ، صمیمانه او پرتمین هرکلی سره په بغداد کښې د ولسمشرۍ په ماڼې کښې په رسمی ډول پیل شوی .

دایران ولسمشر حسن روحانی په دغه سفر کښې د عراق له ولسمشر او لومړی وزیر او نورو لوړرتبه چارواکو  سره په خبرو اترو سربیره ددغه هیواد له قبایلی او قومی مشرانو ،سیاسی شخصیتونو او اقتصادی فعالانو سره هم یوشمیر کتنې او غونډې لرلې .

د عراق د تقلید له ستر مرجع ایت الله سیستانی سره کتنه او د سپیڅلیو ځایونو زیارت کول دغه هیواد ته د ایران دولسمشر حسن روحانی دسفر نور پروګرامونه دی .

کارپیژاندی او شناندی باوری دی عراق ته دایران د ولسمشر حسن روحانی سفر په بیلابیلو اقتصادی حوزو او د ملګرتیا دنویو سندونو په برخه کښې چې لاسلیک شول  په بریاو سربیره په سیمه او نړۍ کښې مهم سیاسی پیغامونه هم درلودل .

د سویډن د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کارل بیلډټ (Carl Bildt) پرون په یوه(۱) ټویټر پیغام کښې عراق ته د ایران دولسمشر حسن روحانی سفر ته ځانګړی پام کړی او هغه یې عراق ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ  ټرمپ څه موده مخکې سفر سره پرتله کړی دی .

هغه وویل په داسې حال کښې چې دامریکا ولسمشر ټرمپ په یوې لیرې پرتې هوایی اډې کښې د واشنګټن  له عسکرو سره کتنه وکړه او دعراق له مشرانو سره یې هیڅ کتنه ونکړه د ایران ولسمشر حسن روحانی عراق ته درې(۳) ورځنی سفر وکړ .

دعراق په شمال کښې په الانبار ولایت کښې «عین الاسد» پوځی اډې ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ او دهغه د میرمنې دوه (۲) ساعته پټ سفر دعراق دخلکو لخوا زیات اعتراض او غندنه ځان پسې لرله .

د عراق سیاسی ګوندونو او شخصیتونو بغداد ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ پټ سفر  دعراق ملت او  حکومت ته د امریکا د ولسمشر لخوا ښکاره سپکاوی وباله .

عراق ته د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی سفر په رڼا ورځ او دخلکو په پرتمینه او پراخ هرکلی سره وشو .

له خپلو ګاونډیانو سره د اړیکو له مخ په پراختیا بهیر څخه د تهران د څنګ ته کولو لپاره دامریکا هڅې بې اغیزې شوی دی .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د الیسا روبین() په قلم په یوه(۱) راپور کښې ولیکل په عراق کښې د بره مقام او درول د ترلاسه کولو لپاره د ایران او دامریکا ترمینځ په سیالۍ کښې حقیقی ګټونکی ایران دی .

هغه دخپلې ادعا دثابتولو لپاره دعراق  د پارلمان دپخوانی ویاند او سنی(Sunni) استازی «محمود المشهدانی» خبرو ته اشاره کړی ده ایران کوچنی بدن خو ستر مغزه لری او امریکا ستر بدن خو کوچنی مغزه لری او همدغه حقیقت  ددې علت دی چې تهران ولې په عراق کښې بره لاس لری .

عراق نن سبا دامریکا له دباونو سره سره په ګاونډیوهیوادونو کښې دایران لومړنی تجارتی شریک ګڼل کیږی .

دغه اړیکې دینی ګډولو ته په پام سره له پیاوړو پیوندونو برخورې دی .

ایران د عراق له غیر شیعه ډلو په تیره بیا کردانو سره ښې سیاسی اړیکې ټینګې کړی دی او د عراق د ثبات او امنیت لپاره په دغه هیواد کښې د ټولو سیاسی ډلو ملاتړ کوی .

ایران دغه راز نه یوازې له بغداد بلکې د عراق له کردستان او ددغه هیواد له نورو ښارونو سره خپلې کلتوری او اقتصادی راشه درشه زیاتې کړی دی.

د لویدیځې اسیا د مسائیلو کارپیژاند« کاظمی قمی» په دې خبرې سره چې د عراق خلک له ایران سره داړیکو د پراخولو لپاره زیاته لیوالتیا لری وایی هیڅ اراده د ایران او د عراق په پراخو او ښو اړیکو اغیز نشی شیندلی او د عراق خلکو او حکومت په هغه هرکلی سره چې د ایران له  ولسمشر یې وکړ وښودله بغداد دایران پرضد دامریکا په بایکاټ کښې ملګرتیا نه کوی .

 

ټیګونه

کمنټونه