Mar 14, 2019 14:55 Asia/Kabul
  • ایت الله سیستاني د عراق په ټولنه  کښې ځانګړی مقام لري او په دغه هیواد کښې له داعش ترهګرې ډلې سره په مبارزې کښې دهغه رول له هیڅ چا پټ نه دی .
    ایت الله سیستاني د عراق په ټولنه کښې ځانګړی مقام لري او په دغه هیواد کښې له داعش ترهګرې ډلې سره په مبارزې کښې دهغه رول له هیڅ چا پټ نه دی .

داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی عراق ته د خپل مهم او ستراتیژیک سفر په دریمه (۳) ورځ په نجف اشرف کښې د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو له ستر مرجع ایت الله سیستانی سره کتنه او خبرې اترې وکړې .

دعراق د شیعه مسلمانانو ستر مذهبی مرجع پرون د اسلامی ایران له ولسمشر حسن روحانی سره په کتنې کښې له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا دهرکلی په ترڅ کښې په داعش ترهګرو غلبې کښې د عراق د دوستانو د رول قدرونه وکړه .

دعراق دشیعه مسلمانانود تقلید له ستر مرجع ایت الله سیستانی سره د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی کتنه ځانګړی اهمیت لری .

دغه کتنې وښودله چې د دوو(۲) ګاونډیو هیوادونو په توګه دایران او دعراق د اړیکو پیاوړی کول په دې سربیره چې د دواړو هیوادونو سیاسی اراده له ځان سره لری دعراق د ترټولو لوړ دینی مرجع له ملاتړڅخه هم برخوره دي  .

ایت الله سیستانی د عراق په ټولنه  کښې ځانګړی مقام لری او په دغه هیواد کښې له داعش ترهګرې ډلې سره په مبارزې کښې دهغه رول له هیڅ چا پټ نه دی .

له داعش تکفیری ډلې سره د ګډې مبارزې په هدف سره د عراق له پوځ سره د  خلکو د اتحاد لپاره د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو د ترټولو ستر مذهبی مرجع ایت الله سیستانی عمومی غوښتنې د الحشد الشعبی په نوم یوه(۱) ترټولو ولسی او اغیزشیندونکی ډله رامینځته کړه  او دغه ډله وتوانیدله د کارنده ځواک په توګه په عراق کښې د داعش جرړه وچه کړی .

په دغو شرایطو کښې د عراق د دینی مرجعیت رول په نورو اړخونو کښې هم اغیزشیندونکی دی او له ایت الله سیستانی سره د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی کتنه دایران پرضد د امریکا له بندیزونو او له داعش څخه  په وروسته پړاو کښې له مخکې څخه زیات د دواړو هیوادونو د اقتصادی او د سیاسی ملګرتیاو د محکم  کولو لپاره پیاوړی ملاتړی ده .

عراق ته د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی د سفر په بهیر کښې د تهران او دبغداد ترمینځ د پینځو (۵) موافقو لاسلیک کیدل د روان میلادی کال (۲۰۱۹) له اپریل میاشتې راهسې عراق او ایران ته د دواړو هیوادونو د خلکو د متقابل سفر لپاره د ویزو مفت کیدل  او د ایران  او دعراق په سرحد کښې د صنعتی ښارګیو د جوړولو لپاره موافقه د دواړو هیوادونو د مخ په پراختیا اړیکو د ستراتیژیک توب پیاوړی نښه ده او هیڅ دریم(۳) لوری په دغه لاره کښې خنډ نشی رامینځته کولای .

عراق ته د اسلامی ایران دولسمشر درې(۳) ورځنی سفر او دهراړخیزه اړیکو په پراختیا د دواړو هیوادونو د لوړ رتبه چارواکو ټینګار دامریکا لپاره روښانه پیغام لری چې ایران او عراق به د دوو (۲)ګاونډیو هیوادونو په توګه په ثابت قدم ډول د ستراتیژیکو ملګرتیانو دپیاوړتیا په لاره  کښې حرکت وکړی .

په همدې زمینه کښې د ایران دبهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمی په تیرې سه شنبې ورځ د امریکا په خارجه وزارت کښې د ایران ضد داقدام ډلې مشر برایان هوک لاسوهونکو څرګندونو ته په غبرګون کښې عراق ته د اسلامی ایران د ولسمشر د سفر په اړه وویل ایران او عراق دخپلو اړیکو د دوام لپاره له هیڅ هیواده اجازه نه غواړی .

ایران او عراق د ډیرو کلتوری ، ژبنیو او مذهبی ګډولو په سبب له داعش په وروسته پړاو کښې د ملګرتیاو د پراختیا لپاره ښه زمینه  لری .

هماغه ډول چې ایران په عراق کښې د داعش ډلې د ماتی په بهیر کښې د دغه هیواد دملت او د حکومت په څنګ کښې  ودرید او همدا اوس د اعتماد او د باور وړ ګاونډی په توګه چمتو دی د عراق بیلابیل ضرورتونه پوره کړی .

د سیمې  او دګاونډیو هیوادونو په وړاندې د ایران دسیاست روښانه کیدا ته په اشارې سره او دا خبره چې سیمه ییز ملګرتیا د امنیت د تضمنیدا یوازنۍ لاره ده عراق ته د اسلامی ایران د  ولسمشر درې(۳) ورځنی سفر او له  بیلابیلو  شیعه ، سنی ، او قبایلی ډلو او له دینی مرجعیت سره دهغه کتنې د لویدیځې اسیا په ستراتیژیکې سیمې کښې دایران دوحدت رامینځته کونکی ډیپلوماسۍ نندرې ته وړاندې کول دی .

 

ټیګونه

کمنټونه